د هرات ځايي مسوولین وايي، د دې ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ د موټرو په تم ځای کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، چاودېدونکي توکي په زرنج کې ځای پر ځای شوي و، چې له لرې واټن څخه کنترولېدل.
دغه راز د هرات حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شیرزوی وايي، د پېښې ټول قربانیان ځوانان او ځینې یې د زیات عمر کسان دي.