افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې د نړیوال سوداګریز سازمان د هوکړې پلي کیدو سره به سوداګرو ته د توکو لېږد را لېږد په برخه کې پوره اسانتیاوې برابرې شي.
د سوداګرۍ نړیوالې خونې د یکشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې له حکومته وغوښتل، چې د دغې هوکړې د عملي چارو لهپاره هڅې چټکې کړي.
افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې عامل پلاوی عبدالقدیر بهمن، له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې ستر خنډ، ګمرکي تعرفې، کاغذپراني، زیات لګښت، د افغانستان د محصولاتو ځنډ او په بندرونو کې اضافي مالیات بولي.
د هغه پر خبره، ددې هوکړې له عملي کیدو سره په هیواد او بهر کې سوداګرو لهپاره به ښه فرصتونه برابر شي.
هغه وايي، چې په تطبیق سره به يې په سوداګریزو معاملو په لګښټ کې ۱۴،۳ سلنه ټيټوالي راشي.
دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو وايي، چې ددې هوکړې د عملي کیدو لهپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
هغه وايي، دوی کوښښ کوي، چې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پورې د سوداګرو لهپاره د اسانتیاوو دغه هوکړهلیک په برخه کې اړین چمتووالی ولري.
افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولینو څخه لاس ته راغلي معلومات ښايي، چې ددې هوکړې عملي کیدو سره د صادراتو او کوچنیو او منځینو تشبثاتو په برخه کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راځي او په دغه هیواد کې به د سوداګرۍ حجم هم تر ۷۳۰ میلیونه ډالرو لوړ شي.