د مالیزیا کرکټ بورډ په نوښت او د کرکټ نړیوالې شورا (اې، سي،سي) په همکارۍ د نیپال زلزله ځپلو له پاره د مرستې راټولولو ۲۰ اوریزه کرکټ لوبه د نړۍ غوره لوبډلې وګټله.
په سیالۍ کې د نړۍ غوره لوبډلې د سریلانکا پخواني افسانوي کرکټر سنت جي سوریا په کپتانۍ کې، د اسټرالوي ځوان سټونیس د ښکلې لوبې ۴۸ منډو په مټ نیپالۍ لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ.
په سیالۍ کې د نړۍ غوره لوبډلې په ګټه سنت جي سوریا په ۶ او پاکستانې پخوانې ویکټ ساتوونکی راشد لطیف په ۱ منډه وسوځید.
دغه راز د نړۍ غوره لوبډلې په ګټه د اسټرالیا، سنګاپور، هندوستان، بنګله دیش او مالیزیا هیوادونو څخه تکړه لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده، چې د وروستي ځل له پاره په پاکستان کې د نړېوال کرکټ بیا ژوندي کولو په هڅه کې د نړۍ غوره کرکټ لوبډلې د دوه افغان لوبغاړو شهزاد محمدي او شاپورځډران په ګډون د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف په پاکستان کې لوبه کړې وه، خو دا ځل افغان لوبغاړي له نظره غورځول شوي وو.
نیپالۍ لوبډلې د هدف ترلاسه کولو په موخه ښکلې پیل درلوده، خو په وار وار یې ویکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله په ۹۸ منډو وسوځیده.
دغه لوبه د مالیزیا په پلازمینې (کولالمپور) ښار کې ترسره کیږي، چې موخه یې نیپال زلزله ځپلو لپاره د مرستی ټولول وو.
د نړۍ په غوره لوبډله کې جي سوریا کپتاني کوي، چې ورسره راشد لطیف ، عبدالرزاق، سوهاګ غازي او سټیف اوکیف په څیر لوبغاړي ولوبېدل.
دغې لوبې ته د (بیټ فارنیپال) نوم ورکړل شوی وو، چې د مالیزیا هېواد کرکټ بورډ په نوښت ترسره شوه، چې په لوبغالي کې دننه د سلګونه او دغه راز د انټرنیټ له لارې زرګونه مینه والو ننداره کړه.
د یادونې وړ ده، چې څومیاشتې وړاندې د سویلي اسیا دغه غرنی هېواد (نیپال) یوې درنې زلزلې ولړزاوه، چې په پایله کې یې د مالي زیانونو ترڅنګ زرګونه خلک ووژل.