جګړه، بیوزلي او اوزګارتيا کابو نړېواله شوې او دا هغه لاملونه دي چې هر کال له دې امله نړۍ کې په زرګونه تنه پلارنۍ ټاټوبی پرېږدي.
په دې ورستیو کلونو کې د اسیا او افریقا لویې وچې د نړېوالې کډوالۍ او پناه اخوستونکو لویه برخه جوړوي.
پرلپسې وچکالي، فرقه یي جګړې، دیني بنسټ پالنې پرمختګ، انساني قاچاق، په لویدیځ کې د انساني کاري ځواک اړتیا زیاتوالی، د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې د لویدیځوالو د ژوند ډول سراسري کېدل له هغو لاملونو نه دي چې د ۲۰ پېړۍ په پای او د ۲۱ پېړې په پیل کې یې د نړیوالې کډوالې د زیاتوالي سبب شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د کمېشنرۍ (UNHCR) د خبر پاڼې پربنسټ د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو کډوالو شمېر ۵۴،۹ میلیونه تنه و.
د پناه اخیستنې ښکارنده او په ځانګړې توګه کډوالي اوږده تاریخي مخینه لري، خو له دې ټولو سره سره هیڅکله هم په دې اندازه په زیات شمېر سره انسانان نه و کډوال شوي.
په دې وروستۍ پېړۍ کې پناه اخیستل او کډوال کېدل ورو ورو په نړیوال بحران او نړیوال کېدو په لور ځي.
د کډوالو چارو کارپوهان په باور په نړۍ کې په پراخه توګه د کډوالېدو لامل جګړه، نارامي او په منځني ختیځ کې دیني بنسټ پالنه ده.
خلیج جګړه، د پخواني شوروي پر وړاندې د افغانستان جنګ او جهاد، د القاعده ډلې او له دیني افراطیت نه متاثرو ډلو لکه په افغانستان کې د طالبانو او د لبنان حزب الله را ټوکېدل، له نړیوالې ترهګرۍ سره په افغانستان او عراق کې د مبارزې تر سرلیک لاندې جګړې او په دې وروستیو کې د بوکوحرام، جندالله او اسلام دولت ډلې (داعش) پراختیا په منځني ختیځ او افریقا په لویې وچې کې د میلیونونو انسانانو د کډه کېدو لامل شوي دي.
سره له دې ځینې په دې باور دي چې فرقه یې جګړې، مذهبي جګړې دا کومه نوي پدیده نه ده، بلکې په دې وروستیو دوو پېړیو کې نړۍ د دې شاهده ده، چې ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې په عثماني جګړه کې ارمنیان کډوال شول.
خو دا په ځغرده ویلی شو، چې په هیڅ تاریخي پير کې په دې اندازې سره انسانان نه دي کډوال شوي.
په دې بهیر کې بله خبره منزل مقصود ته ځان رسول نوي کیسه ده؟
پناه اخیستونکي او کډوال د بېلا بېلو کړنلارو نه په ګټې اخیستنې د امن ساحل ته د رسېدو له پاره ځان، مال او په ټوله کې ټول ژوند سره جواري کوي.
هر کال په سلګونه تنه پناه اخیستونکي د کښتیو په وسیله د افریقا، اروپا، اسیا او استرالیا له اوبو نه د تېرېدو پر مهال مري.
د ملګرو ملتونو د کمشنریو د خبرونو پر بنسټ افغانستان په نړې کې د پناه اخیستونکو تر ټولو زیاته شمېره برابره وي.
په افغانستان کې د نوي نظام په جوړېدو سره هېواد ته د راستنېدونکو په شمېر زیاتوالی پيدا کړ، خو د ۸۰ یمې لسیزې په نیمایي کې دغه بهیر په ټپه ودرید.
اوسمهال په ګاونډي پاکستان کې ۱،۵ میلیونه او په ایران کې ۹۵۰ زره تنه افغانان ژوند کوي.
دغه شمېرې د (UNHCR) سره د ثبت شویو کډوالو له مخې ویل کیږي، په حقیقیت کې په نړۍ او بیا په دغو دوو ګاونډویو هېوادونو کې د افغان کډوالو کره شمېر نه دی معلوم.
ډېر افغان ګډوال د پنا اخیستنې له موقیعتي استوګن ځایونه چې دوی په کې استوګن دي شکایت کوي.
د یادو کډوالو د استوګنې وضعیت، خوب، خوراک او د دوی د پناه اخیستنې د دوسیو څېړل په یو وېرونکي خوب بدل شوي دي.
په اندونیزیا کې افغان پناه اخیستونکی جاوید همدم په ټېلېفوني کرښه سلام وطندار ته وویل، چې ځینې افغان کډوال د ګرمې هوا، د ژوند ناوړه شرایط د یادو پناه اخیستونکو د جلدي ناروغیو لامل شوي دي.
دی وايي، چې په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت یواځې او یواځې تش په نوم سفارت دی او تر دې مهاله یې د افغانانو د ستونزو د حل له پاره کوم ګام نه دی پورته کړی.
د راپورونو پر بنسټ په اندونیزیا کې د افغان کډوالو شمېر ۱۲ زره تنه دی.
دغه پناه اخیستونکي د دې ټولو ستونزو د ګاللو سره سره دې ته چمتو نه دي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
دوی په کوم حالت کې، چې شپې او ورځې سبا کوي دغه حالت په افغانستان کې د جګړې، بیوزلۍ او وزګارۍ نه غوره بولي.
دغه بهیر یواځې په لویدیځ کې د انساني کاري ځواک د اړتیا له مخې نه بلکې په دې وروستیو کلونو کې له افغانستانه شاعران، لیکوال اروپايي هېوادونو ته پناه اخیستونکي شول او ځینې نور یې د ملګرو ملتونو سازمان په پناه اخیستونکو په استوګن ځایونو کې له ناوړه حالت سره مخ دي.
له بل لوري د افغانستان دولت د پناه اخیستونکو او کډوالو له پاره کوم ځانګړی پلان نه لري، د کورنیو ستونزو سر بېره پناه اخیستل او کډوالېدل د افغانستان له بهرنیو ستونزو نه دي.