سلام وطندار ته د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې د نوي حکومت له پېل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو او نورو غېر مسولو وسله والو له لوري ۵ صحرايي محکمې شوې دي.
په داسې حال کې، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني هېواد د ویچوله ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې په غور ولایت کې د ځوانې نجلۍ صحرايي محاکمه کول د ده او د ملي یووالي حکومت له پاره ننګین او د شرم وړ عمل دی.
دغه نجلۍ څو میاشتې مخکې په غور ولایت له کوره د تېښتې او د نامشروع اړیکو لرلو په تور په عام محضر کې په دورو ووهل شوه.
له دې څخه څه موده وروسته وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې څو تنه ځوان هلکان د غلا او د لمونځ نه کولو په تور په یوې صحرايي محاکمه کې د عامو خلکو په موجودیت کې په دورو ووهل.
د غزني ولایت له صحرايي محاکمې څه وخت وروسته په بغلان ولایت کې وسله والو طالبانو یو ځوان په دې تور، چې ګواکې شراب یې څښلي دي په دورو وواهه.
همدا راز دوې میاشتې مخکې په غور ولایت کې د رخشانې په نوم یوه نجلۍ د طالبانو له خوا د فشحا په تور په سنګسارولو محکومه شوه، چې په عام محضر کې د ولسي خلکو په ګډون دغه صحرايي محاکمه تر سره شوه.
د صحرايي محاکمو په وروستۍ پېښه کې د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ یو اوسېدونکی احمد څخه وسله والو طالبانو په ژوندانه پوستوکی وباسه.
طالبانو د نوموړي د سترګو تر ویستلو وروسته د یو هسک غره څخه يې لاندې وغورځاوه.
سره له دې، چې د صحرايي محاکمو قضیې وسله والو طالبانو ته منسوب کېږي، خو د ولسي خلکو له مرستې کول پرته دغه کار ستونزمن دی.
پوښتنه داده، چې ولې دغه ډول قضیې تکرارېږي؟
د سیاسي چارو شنونکی لطیف نظري سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د حکومت د حاکمیت ضعف او په کې ټولنه حاکم سنتي دودنه د دې لامل شوي دي، چې داسې قضیې رامنځ ته شي.
د نظري په خبره وسله وال طالبان تر خپلواک لاندې سیمو کې شریعي احکام د دا ډول برداشتونو له مخې پلې کوي او دوی فکر کوي، چې په وحشت کولو سره دوی په خلکو واکمني کولی شي.
د ده په باور تر هغې چې سنتي دودونه پر موږ حاکم وي له دې ډول قضایو د خلاصون لاره نه لرو.
د افغانستان د بشرحقونو د کمېسیون مشره سیما سمر وايي، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د قانون نشتوالی د صحرايي محاکمو د زیاتوالی لامل شوی دی.
مېرمن سمر وايي، چې حکومت باید د صحرايي محاکمو عاملین ونیسي.
له بل لوري د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې شکیبا هاشمي وايي، چې وسله وال طالبان هیڅ ډول اصولو او ارزښتونو تا احترام نه کوي او پر خلکو د خپلو ځانونو د منلو له پاره له هیڅ ډول لارې چارې دریغ نه کوي.
مېرمن هاشمي وايي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې شته فساد د دې لامل شوی، چې خلک د طالبان صحرایي محاکمو ته ورشي او هلته یې ستونزې په سملاسي او ساده ډول حل کېږي.
ومو غوشتل چې د صحرايي محاکمو او د ملي یووالي حکومت له پاره دغې ننګینې خبرې په اړه ارګ نظر هم واخلو، خو تر یوې اونۍ تلاشونو وروسته هم ولسمشرۍ ماڼۍ مشخص ځواب و نه ویلې.