
د غور ولایت لسګونو اوسېدونکیو په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ د وروستیو جګړو د قربانیانو انځورونه په لاس کې نیولي وو، نن ورځ د هرات ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي وو او د ناامنیو زیاتوالي په اړه یې د غور ځايي حکومت په بېکفایتۍ نیوکې کولې.
اعتراض کوونکیو وویل، نږدې ده چې د شهرک ولسوالۍ طالبان ونیسي.
د شهرک اوسېدونکی ګل احمد وايي، امنیتي حالت ډېر خراب شوی دی او تراوسه پورې له ۳۰ تر ۴۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي خو ځايي حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی.
اعتراض کوونکیو وویل، طالبان په دې لټه کې دي چې خپله لاره تر کابله او نورو ولایتونو خلاص کړي او که حکومت یې په خلاف اقدام ونهکړي؛ بادغیس، هرات او خپله غور له ګواښ سره مخ کوي.

د غور ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي د اعتراض کوونکیو د ادعاو په تایید له مرکزي حکومته غواړي دغه ولایت ته مرستندویه ځواکونه راولېږي. په خبره یې غور ته له نورو ولایتونو زیات شمېر طالبان راغلي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي.
ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د امنیت ټینګښت او طالبانو ځپلو په برخه کې د سیمهییزې ادارې پاتې راتګ ردوي او وايي چې سیمهییزه اداره د طالبانو ځپلو په موخه له خپل ټول توانه کار اخلي.
د غور د والي ویاند د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ نه بولي او زیاتوي طالبان یوازې د شهرک ولسوالۍ په یوې برخې کې ټول شوي چې مرستندویه ځواکونه سیمې ته استول شوي تر څو هغوی پرشا کړي.





