د ستر ملي اېتلاف په نوم ټلوالې پرون دعوه وکړه چې ۱۰ زره سټیکرو والا جعلي تذکرې او سپین سټېکرونه یې موندلي چې په وینا یې، په راتلونکیو ټاکنو کې د پراخو درغلیو تابیا ښیي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن خبري غونډه کې د یادې دعوې په غبرګون کې وویل، ستر ملي اېتلاف د ټاکنو سبوتاژ په موخه دغه شکمن سندونه خپاره کړيدي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند حفیظالله هاشمي وایي، یادې ټلوالې باید مخکې تر دې ـ چې دا سندونه رسنیز نندارتون ته وړاندې کړي ـ دوی ته ورکړي وای.
د ټاکنو کمېسیون وایي، د نوملیکنې ۶۰ ټوکه کتابونه چې هر یو یې ۶۰۰ سټېکرونه لرل، په ۶ ولایتونو کې ورک، سوځېدلي یا هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.
ښاغلی هاشمي خپاره شوي سندونه د پلټنې وړ بولي.
که څه هم دا څرګندونې په تلویحي ډول سټېکرونو ته د لاسرسي په اړه د ګوندونو ادعا تاییدوي؛ خو کمېسیون له مسوولو بنسټونو غواړي دغه بهیر وڅېړي.
خو پوښتنه دا ده چې د ټاکڼو خپلواک کمېسیون ولې په ځنډ او د ستر ملي اېتلاف له افشا وروسته، د رایورکوونکیو نوملیکنې د ورکو شویو او یا سوځېدلو کتابونو دا شمېره اعلان کړه؟
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، د کمېسیون دروازې تړل کېدو او ډېرو بوختیاوو له امله، دا شمېرې په ځنډ سره رسنیو سره شریکې شوېدي.
اخوا د نفوسو احوالو ثبت ادارې ویاند روحالله احمدزی وايي، ستر ملي اېتلاف باید د دغو سندونو له خپرولو مخکې، هغه د دوی له ادارې سره شریک کړيوی چې پهدې برخه کې یې هر اړخېزې څېړنې کړېوی.
د نفوسو احوالو ثبت اداره وايي، لهدې مخکې دې برخه کې ورته ادعاوې شوېوې چې له څېړنو وروسته معلومه شوه، په هغو تذکرو چې سټېکرې لګېدلي؛ هېڅ یوه یې د دې ادارې په ډيټابیس کې نهده ثبت شوې.
ټاکل شوې، د روان وږي میاشتې تر پایه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایورکوونکیو لومړنی نوملړ اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، د ډیټابیس مرکز ته د معلوماتو واردولو په بهیر کې به، درغلي او هغه څو تذکرې چې په یو نوم جوړې شوي؛ مشخصې شي او تراوسه پورې ۲۵ ټوکه شکمن ثبت شوي کتابونه ارزول شويدي.