د نوم‌لیکنې بهیر؛ د بامیانو ۵۰ سلنه مېرمنې پېژندپاڼې نه‌لري

د بامیانو ولایتي شورا غړیو نن د یو خبري کنفرانس پرمهال پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ سلنه مېرمنې او ۲۵ سلنه نارینه پېژندپاڼې نه‌لري او که حکومت ډېر ژر دې ستونزې ته جدي رسېدنه ونه‌کړي؛ نیم ولایت د رایو ورکولو له حقه بې‌برخې کېږي.

د ولایتي شورا غړي محمدحسن اسدي په‌دې اړه وویل چې د رایو ورکوونکیو د نوم‌لیکنې د وخت محدودوالی او د رایو ورکولو د مرکز د لېري‌والي او سختوالي له امله ممکن ښځې د رایو ورکونې کارتونه وانه‌اخېستلی شي.

د بامیانو ولایت له کهمرد ولسوالۍ نه ولایتي شورا ته بریالي شوي غړي عبدالاحد بېنوا له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، په کهمرد ولسوالۍ کې ۹۰ سلنه ښځې پېژندپاڼې نه‌لري.

د ولایتي وشورا د غړیو په خبره، یوازې هغه شمېر مېرمنې چې له ښوونځیو فارغې شوي دي او یا هغوی چې کوم بهرنی سفر یې کړی وي؛ پېژندپاڼې لري او بس.

د بامیانو ولایت د نفوسو او ثبت احوال مدیر محمدطاهر حسنی یادو اندېښنو ته په کتو په ټینګار سر وايي، دوی به ډېر ژر په کلیو او محلو کې د تذکرې وېش چارې پيل کړي.

بامیان د هېواد یو له هغو مرکزي ولایتونو دی چې په تېرو ټاکنو کې یې ډېرو مېرمنو رایې کارولې وې. دغه‌ راز په راتلونکیو ټاکنو کې د تېر په څېر لېواله دي؛ خو که دولت د دې ولایت د مېرمنو د پېژندپاڼو په برخه کې د ستونزو په اړه ژر اقدام ونه‌کړي؛ ښايي ډېرې مېرمنې د رایو له کارولو پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام