د نوماندوزیرانو پر سر د ارګ او سپېدار ناندرۍ

د ولسمشر محمداشرف غني او ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه دوې میاشتې وړاندې لاسلیک شوه چې له مخې یې باید دواړه لوري د کابینې په جوړونه کې مساوي ونډه ولري.

که څه هم تر اوسه د عبدالله له‌خوا ارګ ته د ور پېژندل شویو وزیرانو نوملړ په رسمي توګه نه دی اعلان شوی، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی د سیاسي متحدانو له‌خوا په ورکړل شوي نوملړ کې یوشمېر کسان د وزیر کېدو وړتیا نه لري.

صدیقي زیاته کړه، حکومت د مسلکي کابینې جوړولو ته ژمن دی او اړتیا ده چې سیاسي متحدان هم د داسې کسانو نوملړ ورکړي چې د قانون په رڼا کې د وزیر کېدو وړتیا ولري.

خو اوس د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د عبدالله عبدالله له‌خوا د کابینې د غړیو په توګه جوړ شوی نوملړ له سیاسي او مسلکي معیارونو سره سمون لري او په دې اړه هېڅ ستونزه نشته.

د نوموړي په وینا، کوم نوملړ چې دوی ارګ ته لېږلی، پر ټولو معیارونو برابر دی او ښه به وي چې د اساسي قانون تر لوستلو پرته د چا سپکاوی ونه شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد حیدري وايي، د کابینې د غړیو معرفي کولو معیار اساسي قانون دی، خو هم ولسمشر محمداشرف غني او هم د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله د سیاسي سلیقې او مصلحتونو له مخې د کابینې غړي معرفي کړي دي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې پر لاسلیک شاوخوا ۲ میاشتې اوړي، خو لا هم د کابینې ټول غړي نه دي معرفي شوي.

ارګ وايي، د کابينې د نیمګړتیا لامل د عبدالله عبدالله له‌خوا د وزیرانو نه معرفي کېدل دي. د حکومت دا کار له نیوکو سره هم مخ شوی دی. د ولسي جرګې غړي وايي، کابینه باید د دوی د دوبنیو رخصتیو له پیلېدو وړاندې ور وپېژندل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام