د ولسمشري نوماندانو شورا یو شمېر غړیو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او پایلې یې هم د ټاکنیزو کمېسیونونو لهخوا مهندسي شوې دي.
دغه شورا وايي، د ټاکنو کمېسیون له لوري اعلان شوې پایلې ورته د منلو نه دي.
د نوماندانو شورا غړي حکیم تورسن وویل، د دواړو مخکښو ټاکنیزو تیمونو رایې ورته د منلو نه دي، دوی باید د نوماندانو شورا وړاندیزونه ومني او هېواد له تجزیې وژغوري.
نوموړي ګواښ وکړ چې که د دوی وړاندیزونه ونه منل شي؛ نو څه موده وروسته به خپل حکومت اعلان کړي.
د نوماندانو شورا پر وسلهوالو ځواکونو هم غږ وکړ چې باید ملي و اوسي او د کومې جنایتکارې ډلې تر څنګ و نه درېږي.
د یادې شورا غړیو وویل چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته وضعیت ګواښوونکی دی او باید د مخنیوي لپاره یې لارې چارې ولټول شي.
د شورا بل غړي ولي مسعود وویل، د ټاکنو د پایلو د اعلان پر سر د رامنځته شویو لانجو د غوڅولو لپاره وړاندیز کوي چې د ملي ګډون یو پراخ بنسټه حکومت دې جوړ، ټاکنې لغوه او نوي سرپرست حکومت په مشري دې د نویو ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري د بهرنیانو له لاسوهنې پرته بیاځلې ټاکنې وشي.
د نوماندانو شورا ګواښ کوي، که غوښتنې یې ونه منل شي، د ملي ګډون یو پراخ بنسټه حکومت به جوړ کړي.
د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایلې د سلواغې په ۲۹مه اعلان شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د ثبات او همپالنې ټیم دا پایلې ناسمې وبللې او مشر یې عبدالله عبدالله د ټولشموله حکومت د جوړېدو اعلان وکړ.
ولسمشري ټاکنو ته یو بل نوماند ګلبدین حکمتیار هم تېره ورځ وویل چې نه د ټاکنو پایلې مني او نه هم د عبدالله عبدالله لهخوا اعلان شوی حکومت.
حکمتیار وویل، موازي حکومتونه د منلو نه دي او باید بیا ټاکنې وشي.
دغه راز د ولسمشري نوماند رحمتالله نبیل هم تېره ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې د ملي مصالحې په نوم حکومت دې جوړ شي.