د ژمي موسم او سړې هوا له پيل سره سم د خونو ګرمولو لهپاره له ګازي وسایلو په ځانګړي توګه له ګازي بخاریو ګټه اخیستل زیات شوي دي.
خو کله، کله د ګازي بخاریو کارونه د هېوادوالو د مړینې لامل ګرځي؛ په دې وروستیو دوو اونیو کې ۴ فاریابي زده کړیالان د ګاز نیولو له امله مړه شول.
د نورم او سټنډرډ ملي ادارې رییس نقیب الله فایق سلام وطندارته وویل، د دوی څېړنو ښودلې زیاتره ګازي وسایل په ځانګړي ډول ګازي بخارۍ، چې خلک یې د کوټو ګرمولو له پاره کاروي غيرمعیاري او وژونکي دي.
د فایق پر خبره، که څه هم د ګازي وسایلو څار او څېړنه د دغې ادارې کار نه دی؛ خو بیا هم هڅه کوي د دغه ډول وسایلو د واریدېدو مخنیوی وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام پسرلی په بازارونو کې د غیرمعیاري ګازي وسایلو په پلورلو نیوکه کوي او وایي، د هېواد په بندرونو کې د غیرمعیاري توکو د واردولو په برخه کې حکومت سمه څارنه، نه کوي.
د پسرلي پر وینا، سوداګر د بډو په ورکولو د بندرونو له لارې غیرمعیاري توکي هېواد ته رادننه کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي بیا وایي، چې تراوسه یې په دې اړه هېڅ راز شکایت نه دی تر لاسه کړی.
دی وايي، که په دې اړه شواهد موجود شي، دوی به سم لاسي اقدامات وکړي او د دغه ډول بې کیفیته ګازي وسایلو مخنیوی به وکړي.
په همدې حال کې د ماليې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زی وايي، دوی په هېواد کې خپل ټول مسوولیتونه د قانون له مخې ترسره کوي او د غیرمعیاري او بې کیفیته وسایلو د وارېدو مخنیوی کوي.
له بل لوري د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي له حکومت غواړي، چې هېواد ته د بې کیفیته توکو د واردولو مخه ونیسي او له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.