د ننګرهار ککړې‌ هوا ۵۶ زره ماشومان ناروغه کړي‌دي

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، د تېرو ۶ میاشتو په اوږدو کې دغه ولایت کې د ککړې هوا او نورو عواملو له امله ۵۶ زره ماشومان په سینه‌بغل او نورو ورته ناروغیو اخته شوي‌دي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب‌الله کاموال وايي، یاد شمېر ماشومان مرکز جلال‌اباد او ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي چې د کورنیو نه پام هم په‌کې مهم فکټور دی.

دی د دې کار عوامل په ښار کې د ريکشاوو ډېروالی او په اطرافو کې د خښتو بټۍ ګڼي.

د روغتیا ریاست چارواکي نه وايي چې دغومره شمېر ناروغو ماشومانو کې څومره مړه شوي‌دي.

د ماشومانو سمې او سالمې ساتنې برخه کې د کورنیو رول اغېزمن دی؛ خو ډېر کله د سینه‌بغل په څېر ناروغیو عمده لامل هم ماشومانو ته د والدینو او کورنیو نه پام د دې ناروغۍ لامل کېږي.

روغتیاپالان ژمني موسم کې کورنیو ته د ماشومانو د ګرم ساتلو توصیه کوي.

د جلال‌اباد په حوزوي روغتون کې د ماشومانو برخې متخصص ډاکټرحبیبي وايي، سینه‌بغل نړۍ کې د ګڼو ماشومانو د مړینې او معیوبیت سبب ګرځي چې ډېری وخت مخ‌پر وده هېوادونو کې ډېره پیدا کېږي.

ډاکټر حبیبي هم د دې ناروغۍ مساعدوونکي فکتورونه غربت او د ماشومانو ډېرښت بولي.

بله‌خوا د ننګرهار اوسېدونکي او د ناروغو ماشومانو پایوازي نیوکه کوي چې حکومت روغتیايي برخه کې ننګرهار ته لازم پام نه‌دی کړی.

نسیم او خان‌محمد د جلال اباد ښار اوسېدونکي دي وايي چې د جلال‌اباد حوزوي روغتون کې د بسترونو کمي تر څنګ ډېرې ګڼېګوڼې هم ستونزې جوړې کړې‌دي. دوی په ورته وخت کې په روغتیا پالانو هم نیوکه کوي او وايي چې د طبي اخلاقو د کمي ترڅنګ په‌خپل وخت ناروغ ته رسېدنه‌ نه‌کوي.

د ننګرهار مرکزي روغتون ته نه یوازې د دغه ولایت نه ناروغان وړل کېږي، بلکې د ختیځو درېیوو نورو ولایتونو، کونړ، لغمان او نورستان ناروغان هم تداوي کېږي؛ نو ځکه خو له همدې امله خلک له حکومته غواړي چې هر ولایت کې دې روغتیايي مرکزونه په وسایلو او درملو سمبال کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام