د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار وویل، د ننګرهار ولایت پر مستوفیت د ۸ تنو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
خوږیاڼی وايي، په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي چې په وژل شویو کې مامورین، ولسيوګړي او سرتېري دي او دغهراز ۴۲ تنه ټپیان شوي دي. هغه وايي، په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دی.
د ریپوټونو لهمخې، د برید پر مهال د ننګرهار مستوفي عبدالله رقیبي په دفتر کې نه و.
دغهراز پر مستوفیت د برید سره هممهاله د ننګرهار والي ګلاب منګل له خپلې دندې استعفا کړې ده. د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د هغه د استعفا لامل شخصي ستونزې یادې کړي دي.
له دندې د ښاغلي منګل ګوښه کېدو په اړه واردمخه هم ګنګوسې وې خو اوس په رسمي توګه دغه خبر تایید شوی دی.
لومړني معلومات:
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پر مستوفیت ودانۍ بریدونو کې ۶ کسان وژل شوي دي او له شلو زیات ټپيان شوي دي.
لومړی د مستوفیت ودانۍ مخې ته موټربم برید چاودنه شوې او بیا یوشمېر وسلهوال مستوفیت ته دننه شوي دي.
خوږیاڼی وايي، د پېښې ټپیان او جسدونه د جلالاباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د برید له پیله تر اوسه د شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي او دغهراز د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل کېږي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل سلاموطندار ته وویل، تر اوسه د جلالاباد حوزوي روغتون ته ۶ جسدونه او تر ۳۰ ټپيان ور وړل شوي دي. ښاغلی میاخېل وايي، د ځېنو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.
دا چې په وژل شویو او ټپيانو کې د ولسيوګړیو ترڅنګ پولیس او نور دولتي مامورین شته او کنه په دې چارواکي څه نه وايي.
لومړني معلومات:
شاوخوا شل کم یوه بجه د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند مستوفیت ودانۍ څخه بهر او دننه چاودنو کې ۴ تنه وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپيان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي دا شمېرې تایيد کړي؛ او ویلي یې دي چې بریدګر اوسمهال مستوفیت ته دننه شوي چې کره مالومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د برید له پیله تر اوسه د ۵ چاودنو غږونه اورېدل شوي او دغه راز د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل کېږي.
خوږیاڼی وايي، د پېښې ټپیان او جسدونه د جلالاباد حوزوي روغتون ته وړل شوي؛ خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نهشته.
جلالاباد ښار کې ولسي خلک د ځانونو د ساتنې په موخه یوې او بلېخوا ته منډې وهي او ښار کې د امبولانسونو اوازونه دي.
د دې چاودنو او برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.