د ننګرهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ۴۱ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
په حصارک ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
بل پلو نن سهار وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ادعا کړې وه، چې تېره شپه یې حصارک ولسوالي نیولې او په لسګونو امنیتي ځواکونه یې وژلي او ټپيان کړي دي.
خو د ننګرهار ولایتي اداره د حصارک ولسوالۍ د نیولو په اړه د وسله والو طالبانو ټولې ادعاوې ردوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، وسله والو طالبانو یوازې درې امنیتي پوستې نیولي چې اوس بېرته یې د نیولو په پار په سیمه کې چاڼیز پوځې عملیات روان دي.
خوږیاڼي سلام وطندار ته دا هم وویل، چې په دغو نښتو کې افغان هوایي ځواکوکونو د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي او همدا راز سیمې ته ځانګړي کورني ځواکونه هم ور رسېدلي دي.
نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې ډېری بهرني وسله وال موجود وو، چې جسدونه یې د جګړې په سیمه کې پراته دي.
د خوږیاڼي په خبره، د دغې نښتې پر مهال دوه تنه سرتېري وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي دي.
حصارک د کابل، لوګر، او ننګرهار ولايتونو ترمنځ د تړاو سيمې تر څنګ سټراټیژیکه نقطه ده، چې اکثره وخت په کې سلگونه افغان او بهرني مخالف وسله وال له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت وي.