د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د داعش پر ضد د مبارزې په اړه د فرانسې له لورې وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ.
دغه پرېکړه لیک تېره ورځ (جمعه) د فرانسې په مرکز پاریس کې له خونړۍ پېښې وروسته تصویب شو.
په دغه برید کې چې ۷ نقطې په نښه شوې وې، له ۱۳۰ وګړي ووژل شول او او ۳۵۰ تنه نور ټپيان شول.
په دغه پرېکړه لیک کې له ټولو هغو هېوادونو نه، چې له داعش سره د مبارزې توان لري؛ غوښتل شوي، چې د دې ډلې د ځپلو له پاره د مبارزې ډګر ته راووځي او د دوی د بریدونو مخنیوی وکړي.
دغه پرېکړه لیک د داعش ډله د نړۍ د سولې او نړیوال امنیت پر وړاندې د «په بې ساري تهدید» په نامه یاده کړې ده.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي د دې پرېکړه لیک تصویبېدل د هغو هېوادونو له پاره خورا ګټور بولي، چې عملاً له ترورېزم سره په جګړه بوخت دي.
د دوی په باور، دغه هېوادونه باید له دې موکې نه ښه ګټه واخلي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد ناطقي په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې د دغه ډول پرېکړه لیکونو صادرېدل د نړۍ د امنیت له پاره ارزښتناکه ګڼي، خو وايي، چې تر اوسه دغه سازمان له ټولو تروریستي ډلو سره یو شان چلند نه دی کړی او په وروستۍ پرېکړه لیک کې یې یوه ډله تروریستي هغه بللې ده.
د ناطقي پر وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید تروریزم په سم ډول تعریف کړي، چې ټولې ترهګرې ډلې په کې راټولې شوې وي او له بلې خوا، د دغه ډول ډلو له فکري جریانونو سره جدي چلند وکړي، چې د ترهګرۍ بنسټ له بېخه وویستل شي او ورک شي.
ناطقي د داعش پر ضد د دغه پرېکړه لیک صادرېدل یوه «نړیوالې اجماع» بولي او وايي، چې د دې پرېکړه لیک په عملي کولو سره به داعش ته سختې ضربې ورسېږي او په نېږدې راتلونکې کې به په نشت حساب شي.
خو د نظامي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل دا پرېکړه لیک یوه سیاسي لوبه ګڼي او وايي، چې د امنیت شورا یو سمبولیکه بڼه لري او په هیڅ وجه نه شي کولی، چې د ترهګرو ډلو د تروریستي بریدونو مخنیوی وکړي، ځکه چې ترهګرې ډلې د ځواکمنو هېوادونو له لوري تمویليږي.
د امرخېل پر وینا، تر اوسه پورې د ترهګرو ډلو په اړه یو نړیوال واحد دریځ نه دی غوره شوی او د نړۍ ډېر هېوادونو د خپلو شخصي ګټو له پاره له تروریستي ډلو نه کار اخلي.
د نظامي چارو د دغه شنونکي پر باور، په پاریس کې د تېرې اونۍ د خونړي برید علت، له ناټو هېوادونو نه د پاریس د واټن پیداکول دي او زیات هېوادونه په دې برید کې لاس لري.