نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د یوخېل کولو درېیمه غونډه د خبري کنفرانس په جوړولو پیل شوه.
د دې غونډې جوړوونکي وايي چې موخه یې ځوانانو ته د فرصتونو او ستونزو ورپېژندل دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوخېلکولو د برنامې بنسټاېښودونکی یحیا قانع وايي، د افغانستان ډېره برخه نفوس ځوانان جوړوي او دولت او ځوانان مکلف دي چې استعدادونه، فرصتونه او ستونزې د ځوانانو پر وړاندې په نښه او د پرمختګ موکې ورته برابره کړي.
ښاغلي قانع زیاته کړه چې پهدې برنامه کې ځوانانو ته فرصت برابروي چې له دولت او د ملګرو ملتونو له سازمان سره مرسته وکړي.
د قانع په خبره، د ملګرو ملتونو د یوخېل کولو غونډه ځوانانو ته د اندونو د شریکولو موکې په لاس ورکوي.
د ملګرو ملتونو د یوخېل کولو د غونډې مرستیاله حنا صالحي وايي چې د دوی موخه د ځوانانو په ژوند کې بدلون راوستل دي.
اغلې صالحي د ملګرو ملتونو د یوخېلکول په ځوانانو کې د ارادې او کار د پيدا کېدو لهپاره هیلهمنه ده.
د ملګرو ملتونو د یوخېلکولو غونډه د لومړي ځل لهپاره په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې په کابل کې جوړه شوه او په کابل کې څه باندې ۲۰۰۰ تنه غړي لري. ښایي ډېر ژر یې غوندې په پنځو زونونو کې هم پیل شي.