بلاخره د سولې هوکړه لیک لاسلیکولو له پاره د انتظار شیبې ختمې شوې او د ملي یووالي له حکومت سره د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې په هوکړې لاسلیک وکړ.
د سولې هوکړه لیک د ولسمشر محمد اشرف غني او د ګلبدین حکمتیار تر منځ د ویډیویې کنفرانس له لارې لاسلیک شو.
په دې غونډه کې حکمتیار یوځل بیا د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو ټینګار وکړ او په افغانستان کې د دایمې سولې ټینګښت یې د بهرینو ځواکونو په پوره وتلو پورې تړلی یاد کړ.
د حزب اسلامي رهبر وايي، په اوسني حالت کې تر ټولو مهمه موضوع روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل دي او زیاتوي، دغه هوکړه لیک به په روان حالت کې مثبت بدولون راولي.
د سولې هوکړه لیک لاسلیکول د یو شمېرو سیاستوالو، دولتي چارواکو او بهرنیو ډیپلوماتو په ګډون د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې تر سره شو.
د حکمتیار په خبره د ملي یووالي له حکومت سره د سولې خبرې دوه کاله مخکې پيل شوې، چې د زیاتو جګو او ټېټو سره رسره نتیجې ته ورسېدل.
نوموړي له حکومته وغوښتل، چې د هوکړه لیک په عملي کولو کې ژمن ووسي او جګړه د هېڅ ډلې په ګټه نه ده.
حزب اسلامي، طالبان، داعش او القاعده چې له کلونو راهیسې د حکومت خلاف جکړه کوي، اوسمهال ګلبدین حکمتیار له دغو نور ډلو وغوښتل، چې جګړه دې پرېږدي او سولې له بهیر سره یو ځای شي.
د حزب اسلامي مشر له حکومته وغوښتل، چې له هر ډول شرط پرته دې د طالبانو بندیان ازاد کړي او حکومت دې له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
ګلبدین وايي، ګاونډي هېوادونه دې په افغانستان کې لاس وهنه پرېږدي او که دوی وايي، چې په دې لاسوهنو سره به په افغانستان کې د جګړې اور لا زیات کړي، خو هېڅله به ګټونکي نه شي.
په دې غونډه کې ولسمشر غني له حکمتیار وروسته دویم ویناوال و، ویې ویل، اوس یې وخت دی، چې طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې د حزب اسلامي په څېر د سولې له بهیر سره یوځای شي.
د ولسمشر غني په خبره، له حزب اسلامي سره هوکړه په دې معنا ده، چې افغانان به د سولې او ازادۍ په فضا کې ژوند وکړي.
غني وايي، له حزب اسلامي سره سوله د هېواد د اساسي قانون سره په مطابقت کې شوې او د دې هوکړې له لاسلیکولو سره سم د اجرا وړ ده.
افغان ولسمشر وايي، د سولې له پاره هڅې نه باید احساساتي او بېړنۍ وي او په پای کې یې ټینګار وکړ، چې حکومت نړیوالې ټولنې ته ژمنه وکړې وه، چې دوی به سوله ټینګوي او دې ژمنې ته ورسېدل.
په دې مراسمو کې د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د سولې هوکړه لیک دغه لاسلیک باید د نورو وسله والو مخالفو ډلو له پاره یوه بېلګه وي.
عبدالله وویل، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له پاره به هېڅ سپما ونه کړي او ډاډ ورکوي، چې حکومت به د سولې هوکړه لیک په اجرايي برخه کې هېڅ ډول سستي ونه کړي.
اجرایوي رییس وویل، له حکومت سره د حزب اسلامي یو ځای کېدل د سولې په برخه کې د دوی وروستۍ هڅه نه ده، بلکې له نورو ډلو سره به هم د سولې خبرې پرمخ یوسي.
د افغانستان د سولې عالي شورا رییس سید احمد ګیلاني وویل، چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې خبرې او هوکړه لیک مهم پرمختګ دی او باید نورې وسله والې ډلې هم دې ته په کتو د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک چې د دواړو خواوو ژمنې هم په کې شاملې وې، په ۶ پاڼو، درې څپرکیو او ۲۶ مادو کې ترتیب شوی دی.
د دې هوکړې له مخې دواړه خواوې جګړې ته د پای ټکی ګدي.
د افغانستان حکومت ژمنه کړې، چې د ګلبدین حکمتیار او د دې حزب په ټولو مشرانو لګول شوي بندیزونه به لرې کوي او دغه حزب به په رسمیت پېژني، اجازه به ورکوي، چې د حکومت په جوړښتونو کې د اساسي قانون سره سم له امتیازونو برخمن وي.
په ورته وخت کې حزب اسلامي هم ویلي، چې له دې وروسته به خپله نظامي برخه لغوه کوي او له ټولو ترهګریزو ډلو سره به خپله اړیکه پرېکوي.