د ملي شورا پر ودانۍ توغندیز برید شوی

د ملي شورا پر ودانۍ باندې په داسې حال کې راکټي برید شوی، چې د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیران او د ملي امنیت سرپرست ریس دې جرګې ته د استجواب له پاره ورغوښتل شوي وو.

پر دې ودانۍ څو توغنديز بریدونه شوي، چې یو یې د ملي شورا پر ودانۍ او دویم هغه یې د شورا په انکړ کې ګېدلی دی.

په سیمه کې د سلام وطندار خبریال د ټیلفون پر کرښه وویل، چې دا څلور راکټونه نن (دوشنبه) شاوخوا ۹ نیمې بجې توغول شوي دي.

دی وايي، تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه جدي معلومات نه شته.

امنیتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې تېر کال هم د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ملي شورا ته د باور رایو د اخیستلو له پاره ور بلل شوی، چې وسله والو طالبانو پر ملي شورا ډله ییز برید وکړ او د هغه د کاندیداتورۍ مراسم یې تخریب کړل.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو توغندیزو بریدونو مسوولیت نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام