د ملي امنیت غبرګون قطعې او ځانګړې قطعې ګډه عمومي قومانداني نن په کابل کې پرانېستل شوه.
افغان ولسمشر محمداشرف غني پهدې مراسمو کې وویل چې د ملي امنیت ځواکونو په منځ کې امن احساسوي او هغه څوک چې په ملي امنیت باور نهلري؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ وړتیا نهلري.
ولسمشر غني زیاته کړه، وروسته لهدې به له ځانګړیو قطعو نه په پوستو کې کار اخیستلو ته اجازه ورنهکړي.
دغه راز، ولسمشر غني وویل، د ملکي مرګو ژوبلې مخنیوی هغه اصل دی چې امنیتي ځواکونو پرې باوري دي او هڅه کوي په جګړه کې د ملکي زیانونو مخنیوی وشي.
ولسمشر باوري دی چې افغانستان کې د جګړې بڼه بدله شوې او پخوا په یوې تحمیلي جګړه کې راښکېل و؛ خو اوس په یوې وحشیانه جګړه کې ښکېل دی.
ولسمشر غني د ملي امنیت غبرګون قطعې او د ځانګړې قطعې عمومي قوماندانۍ پرانېستنې په مراسمو کې د ملي امنیت ریاست شپږو منصوبینو ته د زړورتیا مډالونه هم ورکړل.