ملت ته د حکومتي چارواکیو د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د اطلاعاتو او کلتور، ارشاد حج او اوقافو او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو او د کوچیانو د سمون لوی ریاست چارواکیو د ۱۳۹۷ کال د کړنو او د راتلونکي کال پلانونو په اړه د رسنیو له لارې خپل راپورونه وړاندې کړل.
په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب وویل، د لومړي ځل لپاره د ملاامامانو او خطیبانو ډېری بستونه له اجیر نه د پيارار له لارې رسمي شوي، معاشونه یې لوړ شوي او د هېواد په کچه نږدې څلور زره جوماتونه له دغه وزارت سره ثبت دي.
د منیب په وینا، په یاد وزارت کې له ۱۵۰۰ نه ډېر د دینی او اداري چارو کارکوونکي د ازادو سیالیو له لارې پر دندو ګومارل شوي او هڅه کوي چې د راتلونکي کال لپاره هم زر نور بستونه د وزارت په اډانه کې زیات شي.
ملت ته د حکومت حساب ورکونې په پروګرام کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال فریدون بارکزي هم د دغه وزارت د تېرو کړنو او روان کال د پلانونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
ده وویل، په راتلونکي کال کې به د ملي یووالي او قومي ستونزو او نورو مسلو په اړه قومي جرګې جوړې کړي او ترڅنګ به یې په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د سرحدي نقطو په نښه کولو په اړه هم کار وکړي.
بارکزي زیاته کړه، په سرحدي سیمو کې د ښه امنیت په برخه کې د ډیورند فرضي کرښې د دواړو لوريو اوسېدونکي مثبت رول لوبولای شي او دا چاره باید هغوی ته وسپارل شي چې په وینا یې، پهدې اړه یې یوه طرحه هم ولسمشر ته وړاندې کړې ده.
په همدی حال کی د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیرې حسینې ساپۍ وویل، د تاریخي اثارو د کېندنو او تاریخي ځایونو د ساتنې او رغونې په برخه کې به له ۷۰۰ ډېرو کسانو ته د کار اسانتیا برابره کړي.
ساپۍ زیاتوي، د تاریخی اثارو د ساتنې او رغونی په برخو کې پر ځانګړيو پلانونو کار کوي چې په ښارونو کې د لوحو د تنظیمولو او په ملي ژبو لیکنو په اړه یې کار پیل کړی او ترڅنګ به یې په نشراتي برخو کې هم پرمختګونه وشي.
حسینه ساپۍ وویل، د خصوصي رسنیو د ارزونې لپاره هم پلان لري او په ټوله کې یې د روان کال لپاره ۴ لومړیتوبونه او ۷ اساسي موخې په پام کې نیولي چې په اړه یې د کار کولو هوډ لري.
دغه راز د کوچیانو د سمون لوی رییس حبیبالراحمان د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کوچیانو ته د زده کړو اسانتیاوو پر برابرولو او د څرځایونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
هغه وویل، د روغتیا په برخه کې هم کوچیانو ته باید لومړني او لازم خدمتونه وړاندې شي. نوموړي ژمنه وکړه چې د کوچیانو د ستونزو د حل په موخه به د اړوندو ادارو مرستې ور جلب کړي.