د مسکو ۳ اړخیزې غونډې موخه به داعش او په افغانستان د امریکا پوځي اډې وي

سره له دې، چې په مسکو کې د پاکستان، چین او روسیې ترمنځ د درې اړخېزې ناستې د اجنډا په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو د چارو شنونکي وايي، د دې غونډې تمرکز به په افغانستان او روان امنیتي وضعیت وي.

د چارو څېړونکي وایي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر پوځي اډو او د تازه راپورته شوې وسله والې ډلې داعش په خطرونو بحث وشي.

د دوی په نظر روسيه، چین، ایران او یو شمېر نورهېوادونه؛ داعش د منځنۍ اسیا له پاره ګواښ بولي او د دغو خطرونو مخنیوی د مسکو د درې اړخیزې ناستې د اجنډا مهمه برخه ده.

د امنیتي او سیاسي چارو څېړونکی محمود حیدري وایې، روسیه، چین او ایران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له استوګنې د خطر احساس لري او له همدې امله په دغې درې اخیزې غونډه کې راټول شوي دي.

حیدري زیاتوي. له بل لوري په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې ورستيو جګړو هم دغه هېوادونه اندېښمن کړي.

د حیدري پر خبره، روسیه او چین د ځان او منځنۍ اسیا د خوندیتوب له پاره د داعش پر وړاندې د طالبانو د ملاتړ هوډ لري.

دی زیاتوي، د مسکو درې اړخیزه ناسته د همدې هماهنګۍ له پاره جوړه شوې ده.

محمود حیدري وویل، د مسکو په غونډه کې پاکستان د دلال رول لوبوي او د دې غونډې پایلې به په افغانستان کې د نیابتې جګړې دوام وي.

په همدې حال کې د چارو بل څېړونکی  نظرمحمد مطمین وایي، چې د مسکو په درې اړخیزې ناستې کې به د افغانستان اړوندو مسایلو؛ لکه امنیت، سوله او په افغانستان کې د امریکایانو د پراخ پوځي حضور او په وروستیو تحولاتو بحث وشي.

مطمین زیاتوي، دا له امکان لرې نه ده، چې د دې درې اړخیزې ناستې په اړه په پټه طالبانو هم هوکړه کړي وي، خو د ده په نظر په افغانستان کې د چین او روسیې ښکېل کېدل د هېواد په ګټه دي.

افغان حکومت د دې غونډې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او دې کار په حکومتي، ولسي او پارلماني کړیو کې یو شمېر غبرګونونه را پارولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام