د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د مزار او میمنې په لویه لار یرغمل شوي مسافر د تېرې چهار شنبې په شپې راخوشې شول، خو زیاتوي، چې یو تن مسافر لاهم له وسله والو طالبانو له ځانه سره یرغمل ساتلی دی.
دغه مسافر پرون ورځ ګهیځ مهال چې شمېر یې ۸۲ تنه وو، د قرم قول ولسوالۍ په مرزاقم سیمه کې وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو.
د فاریاب والي سیدانور سادات سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې ټول یرغمل شوي مسافر ولسي خلک وو.
سادات زیاتوي، چې د عبدالرزاق په نو یو مسافر لا هم له وسله والو طالبانو له ځانه سره یرغمل نیولی دی.
د فاریاب والي د عبدالرزاق د هویت په اړه وايي، چې نوموړي یو عادي درمل پلورونکی دی.
د فاریاب والي وايي، چې دوی نه پوهیږي، وسله والو طالبانو د کوم علت له مخې دغه کس تر اوسه پورې له ځانه سره ساتلی دی.
سادات د تېرې ورځې د یرغمل شویو مسافرو په اړه امنیتي مسوولین ګرم وبلل او ویې ویل، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د میمنې او مزار لویه لار تړلې وه او دغه کسان یې یرغمل کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د خپلو پسرلني عملایت د عمري په نوم اعلان کړل.
طالبانو په خپرې شوې خبرپاڼه کې له خپلو پلویانو غوښتي و، چې د نښتو پر مهال دې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.