د وزیرانو د کاري پلانونو وړاندې کولو په لړ کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو کاري پلان وړاندې کړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر نن ( مې په ۲۸ مه) رسنیو ته وویل، چې د نوري فایبر د پراختیا لپاره د پالیسۍ د جوړولو، د وزارت د ظرفیتونو د لوړولو،د الکترونیکي حکومتوالۍ د ستراتیژۍ د بشپړېدو، یو شمېر پوهنتونونو او ښونځیو ته د نوري فایبر او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو، د خصوصي سکټور د هڅونې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتونونو د جوړولو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د پالیسۍ د جوړولو په برخو کې د ده د لومړیو سلو ورځو کاري پلانونه دي.
نوموړي د لومړیو سلو ورځو د کاري پلان په وړاند کولو کې دا هم وویل چې په دغه ۱۰۰ ورځني پلان کې به د لوړو زده کړو او پوهنې له وزارتونو سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیکوو چې له مخې به یې د ښوونځیو رده کوونکي د باکیفیته ښوونیز نظام لرونکي وي .
ده زیاته کړه چې په پام کې لري د هېواد ۱۰ پوهنتونو نه به د نوري فایبر له لاري سره ونښه وي او د لازیاتو چوپړتیاو د وړاندې کولو په موخه په ۵ پوهنتونونو کې د محصلانو له پاره د انټرنیټې وړیا خدمتونو د مرکزونو چمتو کول دي.
دغه راز د مخابراتو وزیر نن له غرمې مخکې ولسمشر غني سره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړی چې د دغه سل ورځني پلان له مخې به لس وزارتونه د جمهور رئیس له دفتر سره د ویدیو کنفرانس له لارې وصل شي چې په دې کار سره به د کابل په ښارکې د وزیرانو د تګ او راتګ له امله ټرافیکي ستونزې راکمې شي او امنیتي ګواښونو ګراف به هم راټیټ او د وزیرانو کاري وخت به وسپمول شي.
ولسمشر غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لومړیو سلو ورځو په کاري پلان کې شاملې موضوع ګانې مهمې بللي او ټینګار یې کړی چې دغه وزارت دې خلکو ته مطالعات نه، بلکې خدمتونه او محصولات وړاندې کړي ترڅو خلک ډاډه شي چې د پیریدونکو او مستهلکینو په توګه د دوی حقونه خوندي دي .
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې په ټیلفوني خدمتونوکې دې ښه والي رامنځته او د انټرنیټی خدمتونو په مدیریت کې دې جدي بدلون راشي.
ولسمشر غني ویلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باید د هېواد له امنیتي ادارو سره په همغږۍ کې دا وضحه کړي چې په څه ډول کولای شي ټیلیفون د ناامنۍ له وسیلې څخه د امن په وسیلې بدل کړي.