د لیکوال حسن الدین حسام جنازه خاورو ته سپارل کېږي

د هېواد د فکر او عمل جرګې بنسټ اېښودونکی الحاج حسن الدین حسام چې تېره ورځ (دمارچ ۱۵مه) وفات شو، نن دوشنبې له جنازې اخېستلو وروسته به خپل پلرني ټاټوبي  کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

د پښتو او پشه يي ژبو دغه لیکوال او شاعر پرون مازیګر د زړه د حملې له امله د ننګرهار په عامه روغتون کې ساه ورکړه.

د قلم ټولنې مشر نبي صلاحي ارواښاد حسام چې د پښتو ژبې یوه ستره ضایع بولي وايي، چې د پښتو ژبې ډېر اړین کتابونه د ده په مالي لګښت چاپ شوي دي.

لیکوال او ژورنالیست بازمحمد عابد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي،" الجاج محمد حسن حسام نه یوازې دا چې په پښتو او پشه يې ژبې يې ګڼ شمير کتابونه ليکلي، تر څنګ يې د پښتو ادب پالنه هم کړې او د ادبیانو لاسنیوي يې هم کاوه."

لیکوال او شاعر اجمل تورمان د اراواښاد حسام د ټولو فرهنګي کارونو په استازیتوب یواځې د "پرون" مجلې یادونه کوي، دی وايي، پرون مجله چې د ده په مالي لګښت د سید نظیم سیدي په مدیریت خپرېدله، په خپل ډول کې بې سارې خپرونه وه.

د یوويشتمې پېړۍ انساني دلالان، اېم ورک، یوه شپه دوه خبونه، اوړاپرنګې، زه کابل یم، یو خوب، دوه انځورونه، څار،په هنداره کې او سر خلاصي لیکونه، د ارواښاد حسن الدین حسام چاپ شوي اثار دي.

ایم ورک چې د واورو اوبه مانا لري، د ده د پشه یي شعرونو لومړۍ ټولګه ده.

د یوويښتمې پېړۍ انساني دلالان، د ارواښاد حسام هغه اثر دی، چې په کې د ده د تښتول شوي زوی د تښتولو کیسه لیکل شوې ده.

حسن د یو قومي مشر په توګه

 د الحاج حسن حسام زوی ډاكتر احمد همدرد حسام د خپل پلار د فرهنګي مینې په  اړه وايی، چې حاجي صاحب به د بل هر كارنه خپلو فرهنګي كارونو ته لومړیتوب ورکاوه.

ډاکټر همدرد حسام د خپل پلار په اړه وايي، چې پلار به مې هره ورځ له کاره راستون شو، ويل بۀ يې چې: "نن ما د خپلو خلكو دپاره هيڅ مثمر كار ونه كړاى شو"

ارواښاد حسان د ډيورند خط دواړو خوا پرتو پښتنو قومونو د ((باجوړ د سالارزو د لرامدك او  برا مدك د لر سدين او بر سدين نه نيو لې د كمرالدين كاريز د مندو خيلو پورې)) او بيا د همدۍ كاريز نه نيولې د ((چمن د اڅكزو او د رباط پورې د بلوڅو شيرانيو، براهويو، مينګلو مرعيو او بګټيو)) قومونو په اړه پوره متخصص و.

ده د هر قوم په دود دستور، تړه، تيږه برمته، ناغه نرخ اود هرې قبايلي تپې جغرافيوى موقعيت او د هغوی په كرونو لوژۍ د قومونو د موثره مشرانو په بيو ګرافيو باندې ډيرې قلمي ليكنې كړي.

الحاج حسام یو مخکښ پانګه وال هم و. ده په ننګرهار کې د افغانستان په کچه د چرګانو تر ټولو ستر فارم جوړ کړ او په دې توګه یې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړه.

ارواښاد حسام د پانګونو له لارې په ترلاسه کړیو پیسو ولسي خدمتونه کړي دي.

د پښتو ژبې فرهنګیان د ارواښاد حسام مړينه د پښتو او پشه يي ژبې لپاره ستره ضایع بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام