د لیونیل میسي مینه والو ته یو ښه زیری

د لیونیل میسي یوه ملګري لوبغاړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې ښایي د فوټبال نړۍ لومړۍ شمیره لوبغاړي لیونیل میسي د ارجنټاین لپاره نړیوال فوټبال پریښودو په پریکړه بیا کتنه وکړي.

د (سپورټس کیډا) ویبپاڼې د ارجنټاین د (لانیشن) ویبپاڼې د راپور له مخې لیکلي، چې ښایي لیونیل میسي د روان کال په نومبر میاشت کې د نړیوال فوټبال پریښودو پریکړه بیرته واخلي او یو ځل بیا د ارجنټاین فوټبال ملی لوبډلې له پاره ولوبیږي.

یادې ویبپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې د لیونیل میسي د بیرته راتګ زیری یوه داسې ارجنټایني لوبغاړي ورکړی، چې په وروستیو ۳ فوټبال نړیوال جامونو کې له لیونیل میسي سره یوځای د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې په ګټه لوبیدلی دی.

تراوسه  ددغه لوبغاړي نوم نه دی په ډاګه شوی، خو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې تراوسه د ارجنټاین فوټبال په تاریخ کې یواځې خاور مسکیرانو او مکسي روډریکیس له لیونیل میسي سره په ۳ نړیوال جام سیالیو کې لوبیدلي دي.

لیونیل میسي د یوه کپتان په توګه هغه مهال د ارجنټاین له پاره نړیوال فوټبال سره حیرانوونکې مخه ښه وکړه، چې د تیرکال په څیر یې د سر په سر درېیم ځل له پاره د تیرې میاشتې (کوپا امریکا) فوټبال جام اتلولي جام وبایله.

د لیونیل میسي په شتون کې ۳ ځلې د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډله د کوپا امریکا فوټبال جام سیالیو فاینل ته او دغه راز ۱ ځلې د ۲۰۱۴ م ز کال فوټبال نړیوال جام فاینل ته رسیدلې ده، خو ۴ واړه فاینل لوبې او د اتلولۍ جامونه ارجنټاین بایللي دي.

د نړیوال فوټبال پریښودو سره په نړیواله کچه د نوموړي مینه وال خفه شول او ان تر دې، چې د افسانوي ارجنټایني لوبغاړي ډایګو مرډونا ترڅنګ ترې خپل ولسمشر موریسو میکري هم غوښتنه وکړه، چې په پریکړه بیا کتنه وکړي او د ارجنټاین ملي لوبډلې له پاره لوبیدو ته ادامه ورکړي.

همدارنګه پرون زیات شمیر ارجنټایني مینه وال د خپل هیواد لارو او کوڅو ته راووتل او ملي لوبډلې ته یې د لیونیل میسي د بیرته راستنیدو غوښتنه وکړه.

ویل کیږي چې لیونیل میسي د روسیې په کوربتوب د ۲۰۱۸ م ز کال فوټبال نړیوال جام سیالۍ هم په فکر کی لري ترڅو په کې ارجنټاین لوبډله اتلولۍ ته ورسوي او هم په سرلوړۍ سره نړیوال فوټبال سره مخه ښه وکړي.

د اوسني مهالویش له مخې ارجنټاین د روان کال اګست میاشتې تر وروستۍ نیټې کومه نړیواله سیالۍ نه لري خو په سبټمبر میاشت کې به له یوراګوایې او وینزویلا فوټبال ملي لوبډلو سره نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

که څه هم په پورته یادو شویو سیالیو کې به لیونیل میسي ونه لوبیږي، خو د دې امکان شته چې لیونیل میسي اکتوبر کی نړیوال فوټبال ته راستون شي او د نومبر په ۱۰ نیټه له برازیل اویا هم د همدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه له کولمبیا فوټبال ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې راښکاره شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام کې ارجنټاین د اتلولۍ ګټلو او د ۲۳ کلن انتظار پای ته رسولو له پاره مخکښه لوبغاړې لیونیل میسي ته له هرڅه ډیره اړتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام