د لوګر په درېیو ولسوالیو کې جګړه روانه ده

د لوګر په برکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالباتو ترمنځ په یو شمېر سیمو کې نښتې روانې دي.

دغه نښتې په دغه ولایت کې د تېرې شپې راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا د تیارې نه په ګټې اخیستنې سره پېل شوې دي.

د لوګر د سرپرست والي ویاند دین محمد دروېش سلام وطندار ته وویل، چې تر دا مهاله په دغو نښتو کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي او د ۵ پولیسو په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي.

بل لوري د لوګر ولایت یوې امنیتي سرچني، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ سلام وطندار ته وویل، په دغو نښتو کې ۵ پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

 وسله والو طالبان وایې دلوګر په بېلا بېلو ولسوالیو کې د عزن په نوم پوځي عملیات پيل کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام