د لوګر په ازره کې د وسله‌والو پر ضد پاڅون کېږي

د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکیو او قومي مشرانو نن دوشنبې د (می پر ۱۵مه) د یوې غونډې په ترڅ کې په‌خپلو سیمو کې د وسله‌والو پر ضد د پاڅون تابیا ونیوله.

د ۲۰۰ پاڅونوالو په مشرۍ تورن جنرال محمد عمر خان یوې سترې غونډې ته وویل، چې نور د وسله‌والو مخالفانو له فعالیتونو تر پوزې رسېدلي او هېچاته به اجازه ورنه‌کړي، چې په‌خپله سیمه کې د دولت ضد فعالیتونه وکړي.

ده زیاته کړه په وسله‌والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولۍ له پروسې سره یو ځای شي ګنې ولس به په‌خپلو سیمو کې دوی ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

د عمرخان پر وینا، د خپلې خاورې د ساتلو له‌پاره یې خپله وسله راخیستې او نور د چا غلامي نه شي منلی.

ولایتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکیل په ټولې ازرې غږ وکړ، چې د خپلې خاورې له‌پاره د دې مشرانو ملاتړ وکړي ځکه دوی د خاوري دفاع په پار راپورته شوي‌دي.

د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکېب، امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د ملي امنیت رییس او د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړیو د ازرې ولسوالۍ امنیت ارزولو او پاڅونوالو سره د لیدو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر کړی و.

د لوګر امنیه قوماندان لوي پاسوال عصمت‌الله علیزي ازرې ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د ازرې ولسوالۍ ۲۰۰ اوسېدونکیو د وسله‌والو طالبانو او هرې ډلې پر ضد چې د دولت پر وړاندې جنګېږي، وسله پورته کړې او پاڅون یې کړی‌دی.

ښاغلی علیزی زیاتوي، چې دغه کسان يې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لارښونه مسلح کړي او له‌دوی به د دولت هر ډول ملاتړ وکړي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي صاحب خان د ولسي پاڅونونو د ګټې په تړاو وویل، که چېرې په ټول هېواد کې همداسې خلک راپورته شي او د خپل دولت تر شا ودرېږي؛ په ټول هېواد کې به سوله راشي. ده پر وسله‌والو غږ وکړ، چې سولې ته راشي او له جنګه لاس واخلي.

په پای کې د پاڅونوالو پر مشر تورن جنرال محمد عمر خان او په ۲۰۰ نورو پاڅوون کوونکیو باندې وسلې ووېشل شوې.

ازره د لوګر لېرې پرته ناامنه ولسوالي ده، چې له ګاونډې هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام