د لوګر دیني عالمان: د سولې له خبرو دې مخکې اوربند اعلان شي

د لوګر په مرکز پل علم کې د شپږو ولسوالیو شاوخوا ۶۰۰ دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو نن (شنبه) په یوې ستره جوړه شوې غونډه کې له افغان حکومت او ټولو وسله والو مخالفینو غوښتل، چې د د سولې د مخامخ خبرو له پيل مخکې دې په هېواد کې روانه جګړه بنده کړي.

غونډې ته د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمدګلاب منګل، د ولسمشر ځېنو سلا کارانو د ملي شورا یو شمېر غړیو او د لوګر ولایتي ادارې مشرتابه پلاوي هم ورغلي وو.

دغو دیني عالمانو او قومې مشرانو په خپلو خبرو کې په هېواد کې ورستۍ ناامنۍ، ماین چاودنې او وسله وال بریدونه وغندل.

دوی اندېښنه وښوده، که چېرې افغان دولت دا ځل له طالبانو سره د سولې په برخه کې هوکړې ته ونه رسیږي، دغه جګړه به ناوړه پایلې ولري.

په غونډه کې دیني عالم سید قریب الله وویل، چې دوی د ريښتنې او پایدارې سولې غوښتونکي.

ده زیاته کړه، چې په هېواد له روانې جګړې ستړي دي او دغه جګړه هر ورځ سلګونه ځوانان قرباني اخلي.

له بل لوري بل دیني عالم مولوي محمد حنیف وویل، که چېرې ولسونه، دیني عالمان او ځوانان په یوځای دسولې ټینګښت له پاره کار وکړي، نو په وطن کې به وسله راشي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، که د دوښمن پر وړاندې سره یو شو، افغانستان به د یوې عزتمندې سولې کور شي.

په ورته وخت کې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وویل، افغان دولت په هېواد کې د سولي ټینګښت ته عملي کار پیل کړی دی.

ښاغلي منګل زیاته کړه، چې دا ځل به افغان دولت د ګاونډیو پرځای له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

نوموړي په قومونو غږ وکړ، چې د سولې راوستلو له پاره د خپل دولت تر شا ودرېږي.

ټاکل شوې ده، چې د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلورمه څلور اړخیزه غونډه د روانې فبرورۍ په ۲۳ نېټه په کابل کې جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام