د لوړو زدهکړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو رییس محمدامیر کامهوال نن په کابل کې د خصوصی پوهنتونونو فارغانو ته د دیپلوم ورکولو پر مهال وویل چې له هر اړخیزې څېړنې وروسته يې د ۶ خصوصي پوهنتونونو محصلانو ته د فراغت سندونه ورکړيدي.
دې لړلیک کې د کاردان، خاتمالنبین، رڼا، سلام، کاروان او مشعل پوهنتونونو فارغان شامل دي.
د ښاغلی کامهوال په وینا، د دعوت، حکیمسنایې او باختر پوهنتونونو فارغ شوي محصلان هم د څېړنو او ټاکلیو اوصولو له ختمولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کولی شي.
مخکې لهدې خصوصي پوهنتونونو شکایت کولو چې د لوړو زدهکړو وزارت د دغو پوهنتونو فارغانو ته دیپلومونه نهورکوي.