د لوړو زده‌کړو وزارت: په کابل کې ۹۷ زره ډیپلومونه وېشل کېږي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، ۹۷ زره ډیپلومونه د کابل له پوهنتونونو فارغانو ته وېشل کېږي.

د نوموړي په وینا، په کابل ښار کې ټول‌ټال ۱۷۰ د لوړو زده‌کړو مرکزونه شته چې ۳۸ یې دولتي او ۱۲۸ نور یې هم خصوصي دي.

بالاکرزي وویل، د هېواد په دننه او بهر کې یې ۸۵۰ استادان د دوکتورا لپاره ور پېژندلي او دغه راز د لومړي ځل لپاره یې د ازبکي ژبې او ادبیاتو لپاره یې ۱۰۰ ځوانان ازبکستان هېواد ته ور وپېژندلي دي.

هغه زیاته کړه، په ۱۳۹۸ کال کې یې ۸۵ سلنه بودیجه چې له ۹۸ تر ۹۹ سلنه یې انکشافي هغه وه، لګولې ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وویل، د پوهنتونونو د ورځې په برخه کې یې ۲۶ نوي پوهنځي له ۵۶ څانګو سره او دغه راز په شته پوهنځیو کې یې ۲۲ نوې څانګې جوړې کړي چې ټول‌ټال ۲۶ پوهنځي او ۷۶ څانګې ک/ېږي او د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې له لارې یې په دولتي پوهنتونونو کې د ۲۶۰۰ محصلانو جذب ته لار هواره کړې ده.

عبدالتواب بالاکرزی وايي چې په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې یې د لوړو زده‌کړو وزارت له پراختیايي پروژې نه شاوخوا ۱۸۰ انفرادي او ډله‌ییزې څېړنیزې پروژې د استادانو په واک کې ورکړې دي.

په همدې حال کې د اترا ادارې سرپرست عمر منصور انصاري وايي، اوس شاوخوا ۲۲،۲ میلیونه فعال سیمکارټونه او ۷۰۷۳ مخابراتي سایټونه شته.

د نوموړي په وینا، اوس شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري او په مخابراتي سکټور کې شاوخوا ۱۸۳ میلیارډه افغانۍ پانګونه شوې ده او له لارې یې ۱۹۲ زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مالي او اداري مرستیال بلال هاشمي وايي، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت څارنه د دې ادارې دنده ده او په هرو درې میاشتو کې یو ځل یاد خدمتونه ارزول کېږي.

هغه وايي، هغه مخابراتي شبکې چې د انټرنېټ کیفیت یې ټیټ و ۱،۲ میلیارډه افغانۍ جریمه شوي او په وینا یې، یاد شرکتونه باید له خپلو جوازونو سره سم دا چاره تنظیم کړي.

د فایبر نوري شبکې کمښت، د مخابراتي سایټونو ویجاړول او د وسله‌والو له لوري د فایبر پرې کول او ناامني په هېواد کې د انټرنېټ د کیفیت ټیټوالي لاملونه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام