راپورونه وايي، چې د افغانستان په پکتیا ولایت کې د طالبانو اوسني مشر ملا هبتالله او ملارسول د پلویانو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
ياده پېښه د پکتیار ګردیز اړوند په رباط سيمه کې رامنځته شوې او د ملا هبتالله ډلې وياند ذبيحالله مجاهد ادعا کوي، چې د ملا رسول د ډلې د مشر قومندان ثمود په ګډون يې ۶ تنه وژلي او ۴ نور يې ټپيان کړي دي.
د سيمې اوسيدونکي وايي، چې په سيمه کې د دواړو غاړو تر منځ په جګړه کې شاوخوا ۲۰ تنه وژل او ټپيان شوي دي، خو ذبيحالله مجاهد خپلې غاړې ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره نه مني.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني هم پېښه تاييدوي او وايي، چې په ياده سيمه کې د دواړو ډلو تر منځ وسلهواله نښته شوې ده.
عبدياني وايي، د لومړنيو مالوماتو له مخې په پېښه کې د منصور د ډلې ۶ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
یاده دې وي، دا لومړی ځل دی چې په پکتیا ولایت کې د طالبانو جلاشوي مشر ملارسول او ملاهبتالله پلویانو ترمنځ نښته کيږي.