د لومړي ځل له‌پاره داعش د افغانستان په شمال کې یوه ولسوالي سقوط کړه

د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان سیمه‌ییز چارواکو سلام‌وطندار ته وویل، چې د یاد ولایت درزاب ولسوالي د لومړي ځل له‌پاره د داعش وسله‌والو په ولکه کې شوه.

د درزاب سرپرست بازمحمد داور سلام‌وطندار ته وویل، چې پرته له یوې پوستې د درزاب ولسوالۍ ۹۸ سلنه خاوره د داعش په ولکه کې شوې ده.

داور وايي، چې له یوې خوا طالبان له بل خوا داعش وسله‌وال پر دغې ولسوالۍ برید کړی دی.

د درزاب سرپرست ولسوال زیاتوي، چې ټول افغان امنیتي ځواکونه په یوه پوسته کې راټول شوي او تر اوسه له مرکزي حکومت نه هیڅ راپور په لاس نه‌لري.

داعشیانو پرون مازدیګر د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ برید کړی او تر اوسه په سیمه کې سخته نښته روانه ده. د سیمه‌ییزو چارواکیو پر وینا، همدا مهال ۶۰ سیمه‌ییز او ملي پولیس او ۳۵ د ملي اردو سرتېري د داعشیانو په محاصره کې دي.

د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه ۹ افغان امنیتي ځواکونه او ۱۳ داعشیان وژل شوي او ۳ امنیتي پولیس او ۱۵ داعشیان ټپيان شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام