د لغمان ولایت قومي مشرانو او مدني فعالانو نن چهارشنبې په کابل کې د خبري غونډې پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د بي ګناه کسانو پر وژنه، د ځمکو پر غصب او فساد تورن کړ.
قومي مشرانو تور پورې کړ، چې د والي پلویانو د دوی په سیمه کې ښځې او ماشومان وهلي، ګواښلي او ناقانونه یې بندیان کړي دي.
دوی وایي، شاوخوا ۲۰۰ څاروي یې له شپانه سره تري تم شوي دي.
د لغمان قومي مشر ملک عاشق الله دعوه وکړه، چې په سیمه کې د اربکیو مشر د ماشومانو په سرونو او ورمېږونو ځکه خولې لګولي، چې والي ته خپله اتلولي او وفاداري وښیي.
عاشق الله وايی، که چېرې والي محاکمه نه شي؛ دوی به یې په ارګ وسپاري.
د لغمان ولایت قومي مشرانو ګواښ وکړ، که دا ځل یې غوښتنې و نه منل شي؛ نو د کابل ـ جلال اباد لویه لاره به وتړي او والي به په تیږو له دغه ولایت نه وباسي.
خو د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک دا ادعا په کلکه ردوي، وايي، شاخوا یوه میاشت مخکې د لغمان، په باباصاحب دښته کې د ښوونکیو ښارګوټي ځېنې نومرې او د دې دښتې د شاهي کانال جوړونې ځېنې ځمکې غاصبینو لاندې کړې وې.
ښاغلي ځواک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، کابل ته تللي اعتراض کوونکي د یو شمېر مافیایي او وسله والو کړیو ملاتړي دي، چې د خلکو له پاکو احساساتو نه ګټه خلي.دوی غواړي، چې د مافیايي کړیو بدې کړنې پټې پاتې شي او ولایتي اداره بدنامه کړي.
داسې ښکاري، چې په دې لانجه کې دواړه لوري ځانونه په حقه بولي؛ خو د دغه ډول تور او سپین معلومول بیا د یوې عادلانه محکمې کار دی؛ خو دا لا نه ده معلومه، چې د دې تورونو د سپیناوي له پاره به محکمه جوړه شي او که نه؟