زه د كتاب د نړ یوالې ورځې په مناسبت ټولو لوستونکو ته مباركي وركوم بلكې حق خو دا دى چي و ټول بشريت ته د كتاب د يوالې ورځې مباركي ووايم.
نن كه زه دا ووايم چي دا ورځ يوه مقدسه ورځ ده نو دا به مبالغه نه وي. ولي چي د كتاب ورځ ده.
يو چا ډېر ښه ويلي دي، چي تر كتاب ښه ملګرى نشته او له دې حقيقت انكار كېدى هم نه شي، چي تر كتاب ښه محبوب يا ښه اشنا بل څوك كېدى شي.
د كتاب سره مينه لرل يوه فطري جذبه ده، په دې اړه كه زه له خپلو مينه والو دا غوښتنه وكړم چي كه چرته د كتاب ورځ تا سو په رښتيا لمانځل غواړئ؛ نو نن بايد چي يو كتاب په پيسو واخلئ او خپل كور ته یې راوړئ.
فكر كوم چي دا به د فكر او سوچ په اړه تر يو عظيم جهاد كم عمل نه وي. كتاب نور دى، كتاب مستي ده، كتاب وجد دى، كتاب مينه ده، كتاب شعور دى، كتاب اذان دى، كتاب د تخيل يوه نا بلده او نا اشنا غوندي دنيا ده، كتاب ځلا او ښكلا ده.
بس دا به ووايم چي كتاب يو داسي مقدس تصور دى چي شننه یې په يو څو تورو كې موږ نه شو را ټولولى.
ولې چې كتاب د علم او فكر هغه نا تمام سمندر دى چې هيڅ كنارې نه لري او دا سمندر له بېخي ډېرو بې شمېرو ملغلرو ډك دى. او هره ملغلره یې بې بها او قيمتي ده.
سوال دا پيدا كيږي. كه چرته ستاسو دغه بې بها ملغلرې په كار وي نو كتاب ضرور واخلئ.
دا د بنيادم د ذهني او روحاني تسكين تر ټولو لويه وسيله ده. په آخر كښي به دا ووايم چي هغه كور زما په خيال په كور نه دى حساب چي په هغه كښي يو كتاب هم پروت نه وي.
راشﺉ چې نن دا ژمنه وكړو چې موږ به كتاب اخلو او كتاب به وايو او د كتاب و دې مقدسې ورځې ته به يو نوی روح ور بخښو.