«د قوماندان په وژلو ۲ زره افغانۍ او په سرتېري ۵۰۰ اخلو»

 

انځور: ارشیف

د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې داسې مدرسې شته، چې د زده کوونکیو ماشومانو مغز مینځي او له هغې وروسته ترهګریزې زده کړې ورکوي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري سلام وطندار ته د یو څېړنيز راپور پر مهال وویل، چې د وسله والو طالبانو په لیکو کې له ۴۰ سلنه زیات وسله وال ماشومان دي، چې د چهاردرې ولسوالۍ د مدرسو له ښوونیز بهیر نه د ترهګریزو فعالیتونو له پاره روزل کېږي.

دی زیاتوي، د دې مدرسې مسمي معلم شېر چې پخوا د ښوونځي ښوونکی و؛ اوسمهال له طالبانو سره د ماشومانو ته د ترهګریزو زده کړو د ورکړې مسوول دی.

اکبري دا هم وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې امنیتي ځواکونو ۲ کوچنیان د ماینونو اېښودلو په تړوا نیولي، چې دواړو يې د معلم شېر په مدرسه کې ترهګریزې زده کړې کړې وې. همدارنګه تېره میاشت هم یو ماشوم د سړک پر غاړه د خپل ماین د خښولو پر مهال قرباني شو.

انځور: ارشیف

هر ماشوم چې د دولت یا د وسله والو ډلو له خوا د جګړو په لیکو کې د جاسوسۍ یا د انساني سپر په توګه وکارول شي؛ انساني قاچاق او د ملګرو ملتونو د جنايي محکمې (ICC) له خوا ستر جنایت ګڼل کېږي.

د ماین ايښودلو په جرم دوو نیول شوي ماشومان چې وروسته تښتېدلي؛ سلام وطندار ته د تلیفون په کرښه وویل، دوی ته د چهار درې ولسوالۍ د یتیم په کلي کې د معلم شېر تر نظر لاندې د ترهګریزو زده پر مهال ۲ زره افغانۍ ورکول کېدې. 

کله چې موخه ته ورسېږي قوماندان چې ولي ۲ زره افغانی ورکوي او که موخې ته ونه رسېږي ۵۰۰ افغانۍ ورکوي. د ده په خبره، د سرتېري پر سر یې هم ۵۰۰ افغانۍ ورکولې.

د کندوز ولایت د ښار لودیځې څنډې یو شمېر اوسېدونکیو د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تښتېدلي ماشومان لا هم د طالبانو ښوونیز مرکز سره اړیکه لري او په ښار کې د دغې ډلې جاسوسي او استخباراتي کارونه مخته وړي.

انځور: ارشیف

په ورته وخت کې د ماشومانو د ساتنې شبکې مسوول (CPAN) علي خېل وايي، دوی د کال له پيله تر اوسه له ۱۰۰ زیات ترهګر ماشومان نیولي چې عمرونه يي له ۱۲ تر ۱۸ کلنو پورې وو. دغو ماشومانو ترهګریز فعالیتونه کول، چې اوس د دوی تر څار لاندې دي.

د دې شبکې مسوول وايي، کله چې ماشومان د ترهګریزو فعالیتونو پر مهال ونیول شي؛ دوی یې د اصلاح له پاره ځانګړي ځای ته وړي، چې له ذهني بدلون وروسته یې بېرته خوشې کوي.

علي خیل زیاته کړه، چې نږدې ۳۰ ماشومان چې له طالبانو سره يې اړیکه لرله او د کندوز ښار د سقوط پر مهال د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکزه تښتېدلي وو؛ اوس له خطر سره مخ دي.

دی وايي، هڅه کوي هغه ماشومان چې له د اصلاح له دورې تښتېدلي؛ له ولسوالیو راټول کړي؛ خو هغه چې د وسله والو په ولکه کې دي؛ راوستل یې ناممکن دي.

د کندوز ولایت د عدليې ريیس تاج محمد هم وايي، چې د کندوز د سقوط پر مهال د ۸ نجونو په ګډون ۳۰ ماشومان له ښاره تښتېدلي دي.

بل خوا د بشري حقونو کمېسیون د طالبانو جګړو په لیکو کې له ماشومانو ګټه اخیستنه اندېښمنوونکې کړنه بولي.

په شمال کې د بشري حقونو د کمېسیون رییس حیات الله امیري وايي، چې د یو پوځي په توګه له ماشومانو ګټه اخیستل؛ له بشري حقونو نه سرغړونه ده.

 د دغه کمېسیون مسوول وايي، چې له دوی سره د دغو ماشومانو کره شمېرې نه شته؛ خو له مخکې دغه کمېسیون ویلي وو، چې طالبانو د کندوز له جګړې وروسته په مدرسو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جذبولو هڅې کړندۍ کړې دي.

انځور: ارشیف

د بشري حقونو نړیوالو څارونکیو په خپل راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۱۵ کال کې طالبانو یوازې د کندوز له چهار درې ولسوالۍ نه شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د جګړو لیکو ته جذب کړي.

له دې ټولو سره ـ سره، د وسله والو طالبانو ویاد ذبیح الله مجاهد سلام وطندار سره په ټليفوني اړیکه کې د طالبانو په جګړیزو لیکو کې د ماشومانو موجودیت رد کړ او د جګړو او ځانمرګو بریدونو په پار کې له ماشومانو نه ګټه اخیستل د دولت له خوا د دوی پر ضد اوازه بولي.

ده دا هم ویل، چې د طالبانو د پوځي لایحې له مخې هېڅوک حق نه لري، چې د جګړیزو موخو له پاره له ماشومانو ګټه واخلي.

د افغانستان قانون د جګړو لیکوته د ماشونو نیول جرم ګڼلی دی او د تښتونو او انساني قاچاق پر ضد د مبارزې قانون د درېیمې مادې دویم بند کې د جګړو په لیکو کې له ماشومانو ګټنه جرم ګڼل شوی او همدارنګه د دغه قانون په ۱۳ مه ماده کې راغلي، که د جګړې پر مهال تښتول شوی ماشوم ووژل شي؛ قاچاق کوونکي ته یې د اعدام سزا ورکول کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام