د فوټبال نړېوال جام اتله سربیا په تود هرکلي هېواد ته ستنه شوه

د سربیا ځوانې ۲۰ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال نړېوالې شورا له خوا د ۲۰ کلنو په برابرولو نړېوال جام سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

د فیفا د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، سربیایۍ لوبډلې په فاینل لوبه کې برازیل ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

د دې سترې بریا وروسته ځوانۍ سربیایۍ لوبډله د خپل هیواد په پلازمینه بلګراد کې د څه باندې ۵۰ زرو مینه والو له تود هرکلي سره مخ شوه او ځوانې سربیایۍ لوبډلې د اتلولۍ جام په ښودلو سره له خپلو مینه والو سره دغه ستره لاسته راوړنه په خوشحالیو ونمانځله.

د شل کلنو فوټبال نړېوال جام سیالۍ د نیوزیلینډ په کوربتوب ترسره شوې، چې په کې نیمانجا مکسیمویک د لوبې په اضافه وخت وروستۍ ۲ دقیقو کی دسربیا لوبډلې په ګټه یواځینۍ او تاریخي ګول ترسره کړ.

له دې وړاندې د ټاکلې وخت پای ته رسېدو پورې د دواړو برازیل او سربیا لوبډلو ترمنځ لوبه په یوه یوه ګول برابره پای ته رسیدلې وه چې پایله یې اضافه وخت ته ووته.

د سربیا داتلولۍ ترټولو جالبه خبره دا هم وه، چې سربیایۍ لوبډلې د ۲۰ کلنو په نړیوال جام فوټبال سیالیو کې خپله یوه لیګ لوبه هم په قانوني وخت کې نه وه ګټلې.

یادې لوبډلې هنګري او مالي لوبډلو ته د لوبې په اضافه وخت کې او امریکې لوبډلې ته د پنلټي په شوټونو سره ماتې ورکړې وې او ان تر فاینل پورې رسیدلې وه.

د ۲۰ کلنو ځوانانو فوټبال نړېوال جام سیالۍ د تیرې مۍ میاشتې په ۳۰ مه نیټه پیل او روانه اونۍ پاې ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د نړۍ ۲۴ مخکښو ځوانو فوټبال لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د نیوزیلینډ په ۷ لوبغالو کې یې ټولټال ۵۲ لوبې ترسره کړې.

د سیالیو د رسمي پاڼې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولټال ۱۵۲ ګولونه ترسره شول، چې د هنګري څخه بینسي میروو او د اوکراین څخه ویکټورکویلینکو په ۵ ګولونو سره مخکښ ګول وهوونکی اعلان شو.

دغه راز د مالي هېواد فوټبالر اداما غوره لوبغاړې، سربیایي راجکویک بهترینه ګول ساتوونکی اعلان شو، خو د اخلاقو کپ جایزه بیا اکراینۍ فوټبال لوبډلې ته ډالۍ کړی شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام