د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، دغې ولسوالۍ کې د محکمې، جنايي جرایمو ادارې، ښوونځیو او کلینیک په ګډون هېڅ دولتي اداره فعالیت نهلري.
د کوهستان ولسوالۍ دوه اوسېدونکي امانالله او محمد نسیم وايي چې نږدې ډېره موده کېږي چې د کوهستان کابو ټول کلي له طالبانو پاک شوي دي؛ خو لا هم پهدې ولسوالۍ کې دولتي ادارو کار نهدی پیل کړی. د دوی په وینا، د ناروغانو شمېر هم ډېر دی او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.
د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغتالله سېلاب وايي، کوهستان ولسوالۍ کې د پولیسو له قوماندانۍ پرته، بل هېڅ دولتي ارګان نهشته چې د خلکو کارونو ته رسېدنه وکړای شي.
د ولایتي شورا مرستیال په خبره، کوهستان ولسوالۍ کې د ځايي ادارو د نهشتوالي اصلي لامل، د جمعیت او جنبش ګوند ترمنځ سیالي او لاسوهنه ده.
وموغوښتل دې برخه کې د فاریاب والي نظر هم ترلاسه کړو؛ خو د والي ویاند خبرو کولو ته حاضر نهشو.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، کوهستان ولسوالۍ کې د امنیتي مسوولانو د نهشتوالي په تړاو د سیمې اوسېدونکیو خبرې بېاساسه دي.
د هغه په وینا، کوهستان ولسوالۍ کې اوس مهال د پولیسو قوماندانۍ جنايي امر او د امنیت مدیر دنده ترسره کوي.
کوهستان د فاریاب له لېرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې مواصلاتي لاره یې هم د طالبانو په کنټرول کې ده او وسلهوال طالبان وخت ناوخت د دولتي ځواکونو خپلوان په نښه کوي او یا ترې باج اخلي.