د فاریاب ځېنو ډاکټرانو سلاموطندار ته وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله یې فاریاب ولایت پرېښود او ځېنې نور هم له دې ولایته د تېښتې په حال کې دي.
دغه ډاکټران پهخپلو کتنځایونو کې د مایناېښودلو پړه پر مافیایي کړیو او طالبانو وراچوي او له حکومته د خپل امنیت غوښتنه کوي.
د فاریاب دوه ډاکټران یحیا احمدي او معروف ثمر وایي، حکومت تراوسه د ډاکټرانو په کتنځایونو کې د مایناېښودلو په تړاو د کوم چا پر نیولو نهدی بریالی شوی.
دوی له امنیتي ارګانونو د خپل سر د خوندیتابه په پار د مرستې غوښتنه کوي.
د فاریاب عامې روغتیا رییس پهدې اړه څه نه وایي؛ خو یوې معتبرې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، ځانګړې مافیایي ډلې او ولسي پاڅونوال د پیسو اخېستلو لهپاره د فاریاب ډاکټرانو ته د مرګ ګواښ ورکوي.
د فاریاب امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل چې هر ډاکټر ته ساتونکی نهشي ګومارلی؛ خو پولیس د میمنې ښار د امنیت د ټینګښت په موخه هڅه کوي.
ښاغلی یورش زیاتوي، د ډاکټرانو کتنځایونو کې د مایناېښودلو اصلي لامل خپله د ډاکټرانو ترمنځ ناسمه سیالي ده.
په تېرو شپږو میاشتو کې د فاریاب ۷ ډاکترانو ته د مرګ ګواښ شوی او د ډاکترانو کتنځایونو کې د مایناېښودنې څلور پېښې ثبت شوېدي.