د فاریاب ولایت ولسي خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې له سیمه ییزو مسولینو وغوښتل، چې د خلکو په څنګ کې پاتې شي او له هېواده بهر دې د تېښتې هڅه نه کوي.
دغو ولسي خلکو د کندوز ښار له سقوط څخه وروسته دغه غونډه جوړه کړه.
د فاریاب ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي، چې نن د (سپټمبر په ۳۰مه) داسې راپورنه خپاره شول، چې د کندوز والي عمر صافی اروپایي هېوادونو ته تېښتېدلی.
تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د والي د محاکمه کولو غوښتونه کړې وه.
د فاریاب ولایت سرپرست والي عبدالستار بارز د خلکو له ملاتړ څخه تود هرکلی وکړ او وویل، چې د کندوز ولایت "تاریخې سهوه" به د لته تکرار نه شي.
بارز وايي، چې دغه "سهوه د نورو کسانو له خوا شوې ده" او درد یې هغه کسان ګالي، چې په دې شپو او ورځو کې خپل، خپلوان په کندوز کې له لاسه ورکوي.
نوموړي د خلکو خبرې ته په اشارې سره ویل، چې "موږ د بېلا بېل او له هېواده بهر استوګنې پاسپورټونه نه لرو".
د فاریاب ولایت یو شمېر سیاسي ګونډونو مسولینو، دینې عالمانو، مدني فعالانو او قومي مخورو له سیمه ییزو چارواکو څخه د فاریاب د امنیت خوندیتوب په برخه کې د جدي تدابیرو غوښتنه وکړه.
دوی وویل، چې که په دې برخه کې بې پروايي وکړي د میمنې ښار به د طالبانو لاسته ورشي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د مرکز په چاپېره سیمو کې د ناامنیو زیاتوالي لامل د امنیتي ځواکونو تر منځ نه همغږي او ضعیف مدیریت بولي.
دوی همدا ډول له امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، چې د میمنې ښار په د ننه کې د طالبانو او د طالبانو خپلوانو کورنیو غړي دي و نیسي، چې دوی سره مرسته کوي.
د فاریاب ولایت د اوسېدونکو پر باور د طالبانو سره تړلې کورنۍ او خپلوان یې دوی ته راپور ور کوي او کله، چې طالبان پر ښار د برید له پاره مناسبه موقعه وګوري، دغه کورنۍ به ور سره مرسته کوي.
د دغه ولایت امنیه قومندان سبحان قل ابراهیمې وايي، چې د طالبانو دهر ډول خوځښت مخنيوي ته یې چمتووالی نیولی دی.
د ده پر خبره، د کندوز له سقوط وروسته یې د فاریاب په سرحدونو کې د پولیسو پوستې د تجهیزاتو او همغږۍ له مخې کلکې کړي دي.
داسې ویل کیږي، چې طالبان د میمنې ښار په چاپېر کې موجود دي، خو د دغه ولایت امنیتي مسولین خلکو ته د طالبانو د نفوذ د مخنیوي په برخه کې ډاډ ورکوي.
فاریاب د هېواد په شمال کې له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې د کندوز ښار له سقوط وروسته د دغه ولایت د ولسي خلکو اندېښنې زیاتې شوي دي.