د بلچراغ ولسوال عبدالجمیل سلاموطندار ته وویل، د دغې ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی دی. وايي، د ولسوالۍ د پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو تشکیل ډېر کم دی او له دې مخکې د ولسوالۍ امنیت ولسيپاڅونوالو ټینګ کړی و.
ولسوال عبدالجمیل وايي، کله چې د کولیان سیمه طالبانو ونیوله په هغې جګړه کې ۴۳ تنه ولسيپاڅونوال ووژل شول له کبله یې مقاومت کمزوری شو او بلچراغ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغله.
د فاریاب ولایتي شورا غړی صبغتالله سیلاب د پېښې پخلی کوي او وايي، بلچراغ ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لهخوا ونیول شوه.
په دې اړه مو د فاریاب امنیې قوماندانۍ سره بار بار اړیکه ونیوله خو ځواب یې رانه کړ.