د غور پوهنتون د رییس په اړه د محصلانو شکایت

د غور پوهنتون یوشمېر محصلان وايي، د غور پوهنتون رییس له تېرو درېوو کلونو راهیسې څو خیالي پوهنځي او څانګې جوړې کړي، خو پیسې یې جېب کې اچوي.

دوی چې نه‌غواړي یې نوم یې وښودل شي وايي، څو ځله یې د یادو خیالي پوهنځیو او څانګو رسمي کولو له‌پاره هڅې کړي، خو چارواکيو یې غږ اوېدلی نه‌دی.

د دغو محصلانو په وینا، له تېرو ۳ کلونو راهیسې د غور پوهنتون ۵۵۰ محصلان بې‌سرنوشته دي. دوی له حکومته، په ځانګړي ډول لوړو‌ زده‌کړو وزارت نه غواړي چې د دوی برخلیک روښانه او اوسني خیالي پوهنځي او څانګې هم رسمي کړي.

خو د غور پوهنتون رییس عطاالله فضل د محصلانو ادعا نه مني او وايي، د غور سیمه‌ییزې ادارې مسوولان او ځینې نورې کړۍ غواړي د ده په اړه دسیسې جوړې کړي.

فاضل زیاتوي، د غور پوهنتون ټول پوهنځي او څانګې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري منظور شوي دي.

بلخوا د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، ولایتي ادارې تر کوم سیاسي غرضه پرته او د محصلانو د شکایت له مخې د عطاالله فضل دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږلې ده.

د غور څارنوالۍ د جنايي جرمونو د څېړنو امر محمدنبي ناېب‌زاده سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې دوسیې څېړلو پرمهال یې جوته کړې چې د غور پوهنتون رییس په خپل سر یوشمېر خیالي پوهنځي او څانګې جوړې کړي او د نوموړي دوسیه یې د قانون له مخې لوړو زده‌کړو وزارت ته لېږلې ده.

موږ وغوښتل په‌دې اړه د لوړو زده‌کړو وزارت نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام