د غور مدني فعالان د اور وژنې پر ادارې نیوکې کوي

د غور ځېنې مدني فعالان د دې ولایت د اور وژونې ډلې چارواکي په کم‌کارۍ تورنوي او وايي، د اور وژونې اداره وداني او امکانات نه‌لري او یوازې په یو ټانکر موټر خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د غور دوه مدني فعالان غلام رباني هدفمند او خدایار واقف وايي، د اور لګېدلو د ډېرو پېښو پر مهال د اور وژونې ډله د کور او مغازو له ټولو وسایلو سوځېدلو وروسته سیمې ته رسېږي.

دوی غوښتنه کوي چې امنیه قوماندانۍ دي د خلکو اړتیاوو په درک کولو سره دې برخې ته جدي پام وکړي.

د غور ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم دې ولایت کې د اور وژونې ادارې خدمتونه پڅ بولي او وايي، څو کاله کېږي چې د اور وژنې ادارې د ودانۍ جوړېدو چارې په نیمه کې پاتې دي او د دې ترڅنګ د پوره وسایطو او پرسونل د نه‌شتوالي له امله د ښار له لنډه سیمه کې هم د اور وژنې توان نه‌لري.

د غور امنیې قومندانۍ ویاند محمداقبال نظامي دې ولایت کې د اور وژونې ادارې د تجهیزاتو کې کموالی مني او وايي، دا وخت د اور وژنې درې عرادې موټرې لري چې درې‌واړه له کاره لوېدلي او بیارغولو ته اړتیا لري.

د ده په خبره، یو موټر یې هم لعل‌او سرجنګل ولسوالۍ ته ورکړی او یو بل لوی موټر لري چې د ژمي په موسم کې یې د درولو ځای ته حیران وي.

د غور امنیې قومندانۍ ویاند زیاتوي، دغه ستونزه یې په وار ـ وار له حکومتي چارواکیو سره شریکه کړې‌ده؛ خو تراوسه ورته پام نه‌دی شوی.

د تېر کال جدي کې ناپېژندو کسانو غور کې دوو ځايي راډیوګانو ته اور واچولو چې د اور وژونو موټرو د نه‌شوالي له امله د دغو دوو راډیوګانو ټول وسایل او تجهیزات وسوځېدل.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام