د غور ـ هرات لویې لارې یو شمېر باروړونکي او د سپرلۍ موټر چلوونکي شکایت کوي، چې د لویې لارې د پولیسو پوستې او نامسووله ټوپکوال ترې ناقانونه پیسې اخلي.
دغو موټر چلوونکو سلام وطندار ته وویل، که دغو ډلو ته پيسې ورنه کړي په ساعتونو یې لویې لاره کې دروي.
د نورالدین او کمال په نومونو دوو موټر چلوونکو وویل، څو ځلې یې د غور او هرات سیمه ییزو ادارو ته خپل شکایتونه کړي، خو په دې حالت کې هېڅ ډول ښه والی نه دی راغلی.
دوی وايي، که دغو پوستو او نامسووله ټوپکوالو ته پیسې ورنه کړي د موټرو درولو سربېره یې وهي ټکوي.
دغه راز د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د غور ـ هرات لویې لارې په اوږدو کې د ناقانونه پیسو له اخیستلو شکایت لري او وايي، چې نامسووله ټوپکوال د خپلو کلیو اړوند سیمو کې په لویه لار دریږي او له باروړونکو موتر له ۵۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو ناقانونه پیسې اخلي.
د غور ولایت اوسېدونکی منصور وايي، چې دغه ناقانونه حق العبور د دې لامل شوی، چې په دې لایت کې د سوداګریزو توکو بیې لوړې شي.
له بل لوري د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي په لویې لارې د ناقانونه پیسو اخیستل تاییدوي او وايي، چې د دولت وسله وال مخالفین په دې لارو کې له هر یو باروړونکي موټر له ۲۷ تر۳۰ زرو افغانیو باج اخلي.
د غور د والي ویاند په خبره، یو شمېر دغه ناقانونه اخیستنې د هرات په چشت ولسوالۍ اړوند سیمه کې کېږي او زیاتوي، چې د غور والي د هرات ترانسپورټ له رییس سره په دې اړه خبرې کړي دي.
له دې مخکې د غور او هرات ولایتو یو پلاوی ټاکلی و، چې د نامسووله وسله والو تر نفوذ لاندې سیمو کې د ناقانونه پیسو اخیستلو موضوع وپلټي او دغو وسله والو ته خبرداری ورکړي، خو لا هم دغه اخیستنې روانې دي.