په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر سرپرست مبارکشاه شېرزاد نن په دغه ولایت کې د مدني ټولنې له استازیو سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، د دوی موندنې ښيي چې د تېرې ورځې په تاوتریخجن لاریون کې وسلهوال نه وو او هېڅ سرتېری پهکې نه دی وژل شوی، بلکې افغان ځواکونو په قصدي او هدفي ډول پر لاریونوالو ډزې کړې دي.
د نوموړي په وینا، په یادو ډزو کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. هغه وايي، په پېښه کې یو سرتېری هم ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې د غور د مدني ټولنې د ګډې کاري ډلې مشر فضلالحق فایق په یاده خبري غونډه کې د پولیسو له لوري پر ملکي وګړیو ډزې د اندېښنې وړ بولي او له افغان چارواکو غواړي چې دغه ولایت ته یو پلاوی ولېږي، څو د قانون په رڼا کې د خلکو غوښتنې او دغه پېښه وارزوي.
د هغه په وینا، دولت په هېڅ ډول نه شي کولای د ډزو په کولو سره د خلکو د عدالت غوښتنې غږ بند کړي.
خو د غور د امنیې قومانداني ویاند عبدالمعروف رامش په مخامخ توګه د خلکو په نښه کول ردوي او وايي، د تېرې ورځې په اعتراض کې یو شمېر مخالفانو له فرصت نه په ګټې اخیستو پر معترضانو او پولیسو ډزې کړي چې پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.
په غور کې د پولیسو له لوري د خلکو په نښه کول، د هېوادوالو او سیاسي مشرانو، په ځانګړې توګه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطامحمد نور له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.