د غور د شهرک ولسوالۍ یو شمېر وسېدونکیو سلاموطندار ته وویل، چې له څه مودې راهیسې ځېنې دولتي چارواکي او سیمهییز زورواکي په دې ولسوالۍ کې ځنګلونه وهي او د ونو لرګي د سون توکیو په توګه کاروي.
د شهرک ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکيو سیداکرم او فضل الحق سلاموطندار ته وویل، چې د غور د شهرک ولسوالۍ ځنګلونه د دولتي مسوولانو او زورواکیو له خوا په پټه او ښکاره توګه وهل کېږي.
دوی زیاتوي،چې تر خپلې وسې د ځنګلونو ساتنه کړې ده؛ خو نور یې وس نه کېږي. د دوی په خبره، که د ځنګلي ونو د وهلو لړۍ همداسې روانه وي؛ تر راتلونکې کاله به یوه ونه هم ونه وینو.
دوی د دې ولایت له سیمهییزو چارواکیو غواړي، چې د ځنګلونو پرېکوونکي ونیسي او سزا ورکړي.
د غور د چاپېریال ساتنې ځایناستی رییس محمد وحدت هم د دغه ولایت شهرک ولسوالۍ کې د ځنګلونو له وهلو اندېښنه لري، وایي چې د ځنګلونو وهل او پرې کول د ژویو پر ژوند هم منفي اغېزه لري. د ده په خبره، د ځنګلونو له وهلو سره زیاترو وحشي حیواناتو ځنګلي سیمې پرېښي دي.
ښاغلی وحدت زیاتوي، چې دوی څو ځلې دغه موضوع له سیمهییزې ادارې او پوځي چارواکیو سره شریکه کړې ده؛ خو د هغوی لهخوا هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.
د غور د کرنې ریاست رییس عبدالتواب طیب هم د ځنګلونو وهل مني، زیاتوي چې دا ستونزه یې له سیمهییزې ادارې سره شریکه کړې او دوی ته ډاډ ورکړل شوی، چې وروسته له دې به هېڅوک د ځنګلونو د وهلو جرات ونه کړي.
د طیب پر وینا، په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې په شهرک ولسوالۍ کې د ځنګل او طبیعي سرچینو د ساتنې لهپاره یوه ټولنه جوړ کړي.
څه موده مخکې هم په کونړ کې د ځنګلونو د وهلو موضوع رسنیزه شوې وه، چې د ځېنو مدني خوځښتونو له راپورته کېدو سره یې د وهنې او قاچاق بهیر ودرېد.
د ځنګلونو وهل که له یوې خوا د چاپېریال ساتنې قانون خلاف دي؛ له بلې خوا هوا ککړوي او ډول ـ ډول ناروغۍ پيدا کوي.
د کرنې وزارت د تازه شمېرې ښيي، چې په هېواد کې له ۱،۹ میلیون هکتاره ځنګلونو څخه ۷۰۰ زره هکتاره یې د جګړو او راوروسته وختونو کې وهل شوي او له منځه تللی دي.
د یادولو ده، چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، نورستان او سمنګان ولایتونه په ځنګلونو پوښلي دي او د هېواد په شمالي او جنوبي سیمو کې هم د پېستو او جلغوزیو ځنګلونه شته.
د چاپېریال ساتنې یو شمېر شنونکي باوري دي، چې افغانستان کې بېشمېره طبیعي منظرې شته، چې مدیریت، پروګرام او مناسبې پانګونې ته اړتیا لري، چې په اقتصادي لحاظ ښه عواید لري.