د غزني ولایت هغه زده کوونکي، چې په کانکور کې د ګډون غوښتونکي دي؛ وېره لري، چې بیا د تېرو کلونو په څېر له ستونزو سره مخ نه شي.
په تېرو کلونو کې د غزني ولایت د کانکور ازموینې بېلابېلې ستونزې لرلې، چې له امله یې ډېر شمېر ګډونوال له اندېښنو سره مخ شوي وو.
د غزني ولایت د ولایت شورا مشر حمیدالله نورزی وايي، چې د لوړو زده کړو وزارت باید تېرو تجربو ته په کتلو سره، د کانکور ازموینه باید د ژمي په یخ موسم کې وانخلي او د ګډنوالو ستونزو د له په پار پاملرنه ډېره کړي. د نورزي پر وینا، غزني یو سردسير ولایت دی او ډېرې ولسوالۍ یې غرنیزې دي. د ده پر خبره، په ژمي کې د دغه ولایت د کلیو ډېرې لارې له مرکز سره تړل کېږي او دا هغه خنډونه دي، چې د کانکور ګډونوال په کانکور کې د برخې له اخیستلو محرموي.
په داسې حال کې، چې د ځېنو سردسېرو ولایتونو لکه بامیان او غور کې د کانکور ازموینه اخیستل شوی، خو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د غزني ولایت د کانکور ازموینې وخت لا نه دی مشخص شوی او وزارت کوښښ کوي، چې په لمریزو او نسبتاً ګرمو ورځو کې یې واخلي.
د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي، ټاکل شوې وه، چې سږ کال به د غزني ولایت ۱۸ زره زده کوونکي په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي، خو د اقتصادي، امنیتي او کډوالیو ستونزو له امله یواځې ۱۰ زره زده کوونکیو په کانکور کې د ګډون له پاره نوملیکنه کړې ده.
د غزني د ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري د غزني ولایت د تېرو کلونو د کانکور د ستونزو په اړه وايي، چې په تېرو کلونو کې د کانکور مسوولانو په لوی لاس هڅه کوله، چې د ازموینې ګدونوال په روحي ډول وځپي. د هغه پر وینا، په تېرو کلونو کې د غزني ولایت د کانکور ازموینې له سلیقوي، تعصبي او تخنیکي ستونزو نه ډکې وې.
اکبري زیاتوي، که چېرې د کانکور د مسوولانو له خوا په غزني کې د تېرو کارنکورنو په څېر ستونزې ولیدل شي؛ د دې ولایت د ولایتي شورا او مدني ټولنو له خوا به له سخت غبرګون سره مخ شي.
احمد فواد چې په کانکور کې د ګډون تمه لري؛ وايي، چې د امنیتي ستونزو او د لارو د بندېدا له امله یې څو میاشتې وړاندې، د ښار په یو هوټل کې په کرایه کوټه نیولې او د کانکور له پاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.
فواد پر لوړو زده کړو وزارت سخت انتقاد کوي او وايي، چې هر کال دغه وزارت په غزني ولایت کې په ناسمو شرایطو او وختونو کې د کانکور ازموینه نه اخلي.
یاسمین د غزني د زوړ ښار اوسېدونکې ده، چې په دغه ولایت کې د کانکور اخیستنې پر ډول نیوکه کوي. هغه وايي، چې په غزني کې هر کال په داسې حال کې د کانکور ازموینه اخیستل کېږي، چې ګډونوال یې د صالونونو د تیارې او یخنۍ له امله په سم ډول ځوابونه نه شي په نښه کولی.
د ناامنیو زیاتوالی او د ولسوالیو پر لارو د جنګ – جګړو له امله پېښېدونکې وېرې د دې لامل شوې دي، چې د کانکور له ګډونوالو د کانکور د اخیستنې وخت تېرو بېر شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند اختر عبیري په دغه ازموینه کې د هر ډول تبعیض او تعصب موجودیت ردوي او وايي، وزارت هڅه کوي، چې په دغه بهیر کې هر ډول ستونزې حل کړي.