د غزني مرستيال: له لسو زيات برمته شويو هزارګانو څخه ډیری يې ازاد شوي

د غزني ولايت د والي مرستيال محمد علي احمدي سلام وطندار ته وویل، چې له لسو زيات برمته شويو هزارګانو څخه ډیری يې بېرته خوشې شوې دي.

 دی وايي، مخالفو وسله والو یوازې له دوی څخه دوه تنه برمته کړي دي.

محمد علي زياتوي، چې احتمال لري له دوی څخه دغه دوه تنه هم د پخواني راپور په اساس برمته شوې وي.

همدارنګه د غزني ولايت د والي مرستيال پر افغان امنيتي ځواکونو هم نيوکه وکړه، چې تل دوی د پېښې څخه وروسته په اقداماتو لاس پورې کوي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ناپېژاندو وسله والو له لسو زیات هزاره مسافران د جاغوري او غزني پر لار برمته کړي.

د غزني ولایتي شورا غړي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دغه تښتول شوي مسافران له جاغوري څخه د غزني ښارته پر لاره ول، چې د شاهباز په سيمه کې و تښتول شول.

حسن رضا یوسفي د غزني ولایتي شورا بل غړي وویل، چې وسله والو کسانو دوه سراچه ډوله موټرونه ودرول او له درول شویو موټرو څخه یې یو پرېښی او د بل موټر سره يوځای د پريښودل شوي موټر وګړي هم نامعلوم ځای ته ليږدولي دي.

سرچینه زیاتوي چې، د ترانسپورټ د نماینده په وینا تښتول شوي کسان بې له یوه کس څخه نور ټول خوشې شوي دي، خو د دې څرګندونو په اړه يې ډاډ نه لرل.

نوموړی زیاتوي، چې په دې اړه تر اوسه کره جزیات  نه لري.

نصیر فقیري، د غزني ولایتي شورا یو بل غړی هم د دې پېښې پخلی کوي.

فقیري زیاتوي داسې ویل کیږي، چې یاد کسان د لوغي سیمې څخه، چې د غزني ښار په څنډه کې پرته ده برمته شوي.

له بل لوري ویل کیږي، چې امنیتي ځواکونو د تښتول شویو کسانو د خلاصون په هدف عملیات پیل کړي دي.

شهباز، غزني ښار ته په ۵ کیلو مټره واټن کې پرته سيمه ده او ډیری ځل په دغه سيمه کې پر امنيتي ځواکونو هم د وسله والو مخالفانو له لوري بريدونه کيږي.

د ويلو ده، چې له دې وړاندې هم ناپېژاندو وسله والو په زابل ولایت کې د کابل – کندهار پر لویه لار ۳۰ تنه هزاره توکمه مسافر له یوه بسه کښته او نامعلوم لور ته یې په مخه کړل.

دا پېښه په شاه جوی ولسوالۍ کې شوې وه.

که څه هم په دې اړه افغان ځواکونو د پوځي عملياتو خبرونه هم خپاره شول، خو تر اوسه د هغو د خوشې کولو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام