د غزني د سقوط په اړه د طالبانو طرحه ناکامه شوې

یو افغان پوځي چارواکی وايي، سږکال طالبانو د پاکستان څارګرې ادارې په مرسته غوښتل چې د غزني ولایت پر اکثرو سيمو تلسط ولري، خو د دوی دغه پلان ناکام شوی دی.

د افغان پوځ درېيم لوا رییس ارکان امير محمد له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په يوه ناسته کې وویل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د وسله والو پر ضد ۱۰۰۰ ګډ پوځي عملیات د غزني ولایت په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

د هغه په خبره، د دغو عملياتو په پایله کې ۸۲۷ طالب وسله وال وژل شوي ۳۲۴ تنه ټپیان او ۲۴۶ تنه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

هغه د پاکستان پر استخباراتي ادارې تور پورې کړ، چې طالبان په غزني کې د پاکستاني استخباراتي مقاماتو په مشرۍ تخریبي عمليات ترسره کول.

هغه په غزني ولایت کې دغې جوړې شوې غونډې ته زیاته کړه، چې طالبان خپل پلان نه لري او هرڅه د پاکستان استخباراتي ادارې په مټ پرمخ وړي.

هغه د غزني له زندان څخه تښتېدلو زندانيانو ته خبرداری ورکړ، چې د جګړې په ډګر کې دې د خپل مرګ شېبې وشماري.

د وږي په ۲۱ مه نېټه د غزني له مرکزي زندان څخه ۳۵۲ تنه زندانیان و تښتېدل.

دغه برید هغه مهال پېل شو، چې ۶ تنه طالب وسله وال په نظامي لباس کې د شپې ۱۱ بجې زندان ته ننوتل.

له ډېرې لنډې جګړې وروسته په خورا اسانۍ سره طالب وسله وال وکولی شول، چې له زندان څخه ټول طالب وسله وال ازاد دي.

په همدې حال د غزني والي محمدامام حمیمي د غزني له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیت په ټېګښت کې د افغان امنيتي ځواکونو ټينګ ملاتړ وکړي، ترڅو د پراختيايي پروژو د تطبیق له پاره زمينه برابره شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام