د غزني ولایتي شورا ځېنې غړي او یوشمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په دولتي روغتون کې د پڅو روغتیايي خدمتونو له امله شکایت کوي او د درملو او ډاکترانو نهشتوالي خلک ناراضه کړي دي.
د غزني یوشمېر اوسېدونکي د دغه روغتون روغتیايي خدمتونو په اړه د ناخوښۍ په ښودلو وايي په سمه توګه يې د ناروغانو درملنه نه کېږي او د ډاکترانو شمېر هم لږ دی.
د غزني ولایتي شورا غړي غلام حسین عمار سلامطندار ته وویل، د ډاکترانو او درملو کموالي مسله يې څو ځله له حکومت سره شریکه کړې خو ورته پام نه دی شوی.
د دې ولایت د دولتي روغتون رییس ډاکتر بازمحمد همت وايي، دغه روغتون د یو ولایتي روغتون په اندازه امکانات ترلاسه کوي خو دا روغتون له غزني پرته ۷ ګاونډیو ولایتونو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي چې زیاتې ستونزې يې رامنځته کړي دي.
د ښاغلي همت په وینا، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د غزني په ولایتي روغتون کې د شاوخوا ۲۰۰ زرو کسانو درملنه شوې چې د روغتون د امکاناتو په پرتله لوړ شمېر دی.
د ریپوټونو پراساس دا د غزني په کچه یوازېنی دولتي روغتون دی چې ملکیانو او پوځیانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
مخکې تردې د غزني یوشمېر ولسوالیو روغتیايي ستونزو ته د دولت نه پاملرنې په غبرګون د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکیو په خپل شخصي لګښت د یو ۴۰ بستریز مجهز روغتون جوړولو اقدام وکړ.