د غزني ولایت مقام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ولایت په اندړ ولسوالۍ په یوې لېسې کې د یوې هاوان مرمۍ د لګېدلو له امله د دې لېسې ۴ زده کوونکي وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شويدي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د هاوان دا مرمۍ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې د اندړو ولسوالۍ په «ملا نوح بابا» لېسې کې لګېدلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا هاوان له یو نامعلوم لوري نه پهدې لېسې لګېدلی دی.
خو د غزني د اندړو ولسوالي، د ملا نوح بابا کلي اوسېدونکیو نن د ۴ زدهکوونکیو مړي د پوهنې ریاست مخې ته وروړي او ادعا یې کړې چې نن سهار د دغه کلي پر یوه ښوونځي د ملي اردو ځواکونو یو لګېدلي هاوان ۴ زدهکوونکي وژلي او ۱۵ ښوونکي او زدهکونکي یې ټپیان کړي دي.
دوی د دې پېښې د څېړلو ترڅنګ، ټینګار کاوه چې باید پر ملکي سیمو د توپونو او هاوانونو له توغولو ډډه وشي.
خو د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وایي، د ملي اردو ځواکونو او طالبانو په جګره کې نن سهار یو هاوان د ملا نوح بابا پر ښوونځي لګېدلی او د عاملانو د پېژندنې لپاره یې څېړنې پیل شوې دي.
بلهخوا د غزني د پوهنې رییس محبالرحمان انصار د جګړې پر ښکېلو خواوو نیوکه کوي چې د جګړې پر مهال د زدهکوونکیو د ژوند او د ښوونځیو خوندیتوب ته پام نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا په تودېدو سره د غزني په کلیو کې جګړې زور اخېستی او د دغه ولایت د مدني فعالانو په وینا، د ښکېلو اړخونو د بېغورۍ له کبله ملکیانو ته ډېر زیان اوړي.
ورته مطالب:
فاریاب کې د هاوان مرمۍ ۵ تنه وژلي او ۴۵ یې ټپیان کړي
په کونړ کې د هاوان مرمیو لګېدو ۲ ماشومان وژلي او ۱۲ تنه ټپیان کړي